کور / تازه خبرونه / طالبانو پر نړۍ د اعدامونو د بندولو ږغ کړی دی

طالبانو پر نړۍ د اعدامونو د بندولو ږغ کړی دی

رویټر خبر ورکوي چی د طالبانو عالی شورا پر ملګروملتونو ، اروپایی اتحادیې او نړیوال سور صلیب باندی ږغ کړی چی د کابل حکومت د انتقامی اعدامونو څخه راوګرځوی . طالبان وایی چی کابل د دوی جنګی اسیران د مجرمانو ، غلو او قاتلانو په درواغجنو تورونو محاکمه کوی او په مرګ یې محکوموی . دوی وایی چی د تیرو څو ورځو په اعدامونو کی د نهو کسو څخه درې یې د دوی جنګی اسیران وو . طالبان زیاتوی چی د دوی پر نورو جنګی اسیرانو هم په جعلی توګه د جنایت کارانو او غلو په تور د اعدام فیصلې سوي چی د حامد کرزي لاسلیک ته منتظر دي .طالبانو کلک اخطار ورکړی چی مربوطه قاضیانو او مسؤلینو ته به سخته سزا ورکړی . بلخوا ملګروملتونو او اروپایی اتحادیې هم د کرزي څخه غوښتی چی دا اعدامونه بند کړی او هغوی د افغانستان قضایی سیسټم ناقص او نیمګړی بللی دﺉ . کابل تر اوسه د دې ټولو تورونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی .