د عراق په ننوه ولايت کې يو عراقي پوخي په امريکايي پوځيانو ډزې وکړي چې په پايله کې يې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړل. د امريکايي پوځيانو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکی هم وژل شوی.
سي،اين،اين د عراق د کورنيوو چارو د وزارت له خولې ليکلي چې وژل شوی تن برزان محمد نوميده. وزارت وايي.))نوموړي له هغې وروسته چې يو امريکايي پوځي ورته په مخ څپيړه ورکړه، په امريکايانو ډزې وکړي.(( بريدکوونکی د هغه عراقي پوځيانو له جملې څخه وو چې د امريکايي پوځيانو سره يې شريکه ګزمه کوله.
خو سي اين اين د امريکايي پوځ د يوې مطبوعاتي اعلاميې له مخې ليکې چې دوی د نوموړي سره هيڅ بحث يا جنګ نه دی کړی . امريکا يي پو ځيان وايي چې دغه کس ناڅاپي ډزې پېل کړي او مرګ ژوبله يې واړوله.