کور / شعر / د ډبرپېر وحشت بلهارو ته:د ارواوو ننواتې

د ډبرپېر وحشت بلهارو ته:د ارواوو ننواتې

له هماغه خونړي او بوږنوړي شومه دمه
چې څيرونکو وينې څښونکو شرمښانو،
د تيارو او تورتمونو د تورزړو ګروهمنانو…
وينې څښلي د غرڅانو، غزالانو.


 #


لا تراوسه هلته لرې،
دکنډر کنډر کورونو او کلاوو نه
 وراخوا،
د سپېرو رغځيو پای ته
د تور غره پر هسکه ډډه غځېدلې
 هديره کې د ميوند د شهيدانو پر قبرونو،
له تياره توره ماښامه،
 د سپېڅلي سباوون تر سپېده داغه…
درسته شپه ډيوې بلېږي
 تتې تتې او نيمزالې.


 #


پريوځای سره راټولې څو ارواوې،
 =لولنګرې نا اشناوې=
چوپه خوله ګډې پر وير او ننواتو،
ښوروي زړې جنډې
 راننګوي د تېرو هېرو اتلانو،
د ملالې او ايوب د جنګيالو پاکې ارواوې.


 #


ګوندې زور يې پر هغو لېوانو برشي
او وروژغوري ترې هغه
 نيم شپېللي پرې سرونه…
چې يې يوسي د سبا نارنجيستان ته،
تر هماغه ويرژړلي الينګاره
چې لاسترګې دي پر لار ورته تنې د سر پرېکړو،
 =د کار زيار د رزمياليو=
 د بلهارو، سور کفنو شازلميو!!؟


اکسفورډ،11-11-08