کور / شعر / غزل

غزل

 د ميني په مسلک کي بې آدب و په زړه تور خلګ
ما سره په څنګ کي تر مطلب و په زړه تور خلګ


لاره د ګودر به يي ازغنه کړه وښکـلو ته
ګوره دا په څرنګه مذهب و په زړه تور خــلګ


څنګه ورته غسل د محبت دعـقيدې ورکړم
کلي کي رټلــي ښکلي رب و په زړه تور خلګ


زما او دجـانان په بېلتانه باندي خوشاله دي
داله ډېره وخته په طلب و په زړه تور خلګ


لاس د تور پرنګ و چي جانان پکي بدنامــه شو
څومره مخالفه دمکتب و په زړه تور خلګ


غواړي د شعور جــنازه ووزي له وطن څخه
دادحق غوښتونکي د غضب و په زړه تور خلګ


ستا دژوند خويونه بـشرمله ورمالوم و سم
تاته څېرمه شوي څه عجب و په زړه تور خلګ


06/11/2008


 


غزل


په ذات کي مي جانانه شته ضمـير لکه هنداره
آسمان ته مي په ګوته دې تقدير لـکه هنداره


ته څه کوې ماڼى له خـپله بخته پـه آرمان
ساتلى له چا پټ نه شې تصوير لکه هنداره


د ښکلو او بدرنګو د علت پاڼه د ژوند
په زړه کي يي زغملى شـم توپير لکه هنداره


د هجر په ديوال کي د رته مخامـخ ولاړ
په چوپه خوله جانانه يم زهير لـکه هنداره


بې وخته يي سجدې رابـاندي وکړلې زاهده
دوخت بادار په لاس کي شوم اسيرلکه هنداره


د حسن ورڼا ته دي حېران يم فکر وړى
پرسپين تندي دي ښکاري تورزنځيرلکه هنداره


راځي ورته د ښکلو کاروانـونه له فارسه
لرې چې بشـرمله ته، پاميـر لکه هنداره