دکابل دپول چرخي په زندان کي ددري کسه اعدام سوومجاهدينوپه هکله داسلامی امارت درهبری شوراغبرګون
تاریخ : ۱۲-۱۱-۲۰۰۸
منبع : طالب وياند ذبيح الله مجاهد
تیره ورځ دکابل دچارواکولخوادمسلسلواعدامونوپه لړ کې دري کسه اسيرمجاهدین هم په شهادت ورسول شول اودکابل داداری څارنوالي دانوم ورکړچي ګویادغه كسانو په جنائی جرمونواوجنسي تیریوکي لاس درلود حقیقت دادي چي دادري کسه هریومیرزاخان د عبدالسلام زوی دننګرهاولایت دروداتودولسوالي اوسیدونکی اوعبدالرحمن دبهادرشاه زوی دپروان ولایت دغوربنداوسیدونکي اوفریدون دمحمدنسیم ځوی دکونړولایت دمرکزاسداباداوسیدونکی داهغه مجاهدین دي چې د خپلي خاوري د ازادۍ او د اسلامي نظام د راتلو لپاره په ژبه قلم او توپک سره د مبارزي په تور نيول شوي اودکابل چارواکي غواړي داخلک جنائی مجرمين معرفي کړي اودخلکوپه سترګوکي خاوري واچوي دوي غواړي چي مجاهدين په اعدامونواوزندانونو وویروي خوپه افغانستان کي دمجاهدينوروانه مبارزه دصلیبیانواودهغوي دلاس پوڅوپه ضدروانه ده اوپه دي لارکي مجاهدين په خپلووينوورکولوباندي هري قرباني ته چمتودي دشوروی دیرغل په دوران کمونستانوپه زرګونومجاهدين اوازادي غوښتونکي افغانان په شهادت ورسول خوددي پرځاي چي مقاومت له منځه يوسي هغه لاقوت پیداکړاونتجه يي دهیواد ازادي اودکمونستانوماتی شوه مونږددغو دريو تنو اسیرومجاهدينواعدامول او په شهادت رسول په کلکه غندو له الله تعالي نه شهيدانو ته دلوړمقام اوقريبانو ته يي د جميل صبراوعظيم اجردوعاکوواوباورلرو چی ددغو مظلومو اومبارکو شهیدانوقربانۍ به ددښمنانو دنابودۍ په بڼه رنګ راوړی موږدتیرکال په څیریوځل بیاخپلي غوښتني په لاندی ټکو کی تکراروو :
(۱)اسلامي امارت لومړی د کابل په ادارچيانو ، خاصة په قاضيانو او څارنوالانو په ټينګه غږ کوي چې ددي ناځوانمردانه عمل څخه دي ډډه وکړي او بي وزله مجاهدین دی دکفارودخوشالولوپه خاطرپه شهادت نه رسوي .
(۲)داچي دا ډول اعمال د ټولو هيواد والو په مينځ کې د ډيرو ناوړو دښمنيو, سترو اختلافاتو او نفرتونو د رامينځته کولو لامل ګرځي ، نو په کار ده چی ټول جهادی،روحانی اوملی شخصیتونه په دي برخه کې خپل مسؤوليت ته متوجه او په مخنيوي کې يې په جديت سره هڅه او كوِِِښښ وکړي .
(۳ داچی دکرزی په شمول ټول هیواد وال اونړیوال په دی خبره اقرار کوی چی دکابل فاسده اداره له سره ترپایه له فاسدواورشوت خوروډکه ده دحقیقت اوعدالت هیڅ څرک پکښی نسته دملګرو ملتونو ، اروپايې اتحاديي ، سورصليب او د بشر د حقوقو د ټولنو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ددې وحشي عمل په مخنيوی کې په جديت سره قدمونه پورته کړي او د مظلومو بنديانو د ظالمانه وژني مخه دی ونيسي .
(۴) څرنګه چې د رسنيو چلونکي او خبريالان هم په دي برخه کې د روند مسؤوليت لري له هغوي څخه هم غوښتنه كوو چې په دي برخه کي خپل رسالت ادا کړي او ددوی د مظلوميت او از پورته کړي .
5 :اسلامي امارت په ډير ښکار ه ډول خبر داری ورکوي: چې ددې غير اسلامي ، غير افغاني او غير انساني عمل په ترسره کولو به موږ بي تفاوته نه پاته کيږو ، په ټول توان او طاقت سره به په دي ناروا عمل کې دد خيلو لوريو او اشخاصو په ضد ګامونه پورته کړوپلټـني موپیل کړی ككړ کسان به یا دخپلو اعمالو په سزارسیږی اویابه لکه د پخوانیو کمونستانوپه څیر دملت له قهر نه دخپل بادار غیږی ته پنا وړی او وطن به پری ږ دی چی داسلسله همدا اوس لا پیل شوی
د اسلامي امارت د رهبري شوری له خوا