په میدان وردګ ولایت کې د ولایتي شورا د ودانۍ د بنسټ ډبره د (۱۴۵) زرو امریکايي ډالرو په ارزښت کیږودل شوه.
په میدان وردګ ولایت په میدان ښار کې د ولایتي شورا د ودانۍ د بنسټ ډبره د ترکیې ولایتي بیاردغاونې ټیم په مالي مرسته د یولکو پنځه څلویښت زرو امریکايی ډالرو په ارزښت کیږودل شوه.
دولایتي شورا نوموړې ودانۍ په دوه پوړونو کې د څوارلسو(۱۴) خونو، دکانفرانسونو تالار، خوړنځای او نور د اړتیا وړ ضروریاتو په درلودولو سره په درې (۳) جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د دوست هېواد ترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم په مرسته د ۱۴۵ زرو امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي ، دنوموړی ودانۍ د بنسټ ډبره دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدايي ،د ترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم مشر جنید ،د ولایتي شورا ریس حضرت محمد جانان او غړویې اوهمدارنګه د دولتي ادراو ریسانو لخوا د یولړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه ، دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدايی د ترکیې دوست هېواد مرستې په نوموړی ولایت کې وستایلې اوزیاته یې کړه دغه مرستې به دمیدان وردګ ولایت د ولس په نیکو خاطرو کې دتل لپاره پاتې وي ، ښاغلی فدايی په میدان وردګ ولایت کې د ترکیې هېواد د لازیاتو مرستو هیله وکړه.