د چا په مخ کښي خپل اېمان وېنم
او په دؤ سترګو کښي جهان وینم
د پت عزت ابرو مې نښي لیدي
په يو وجود کښي لوی وجدان وینم
و خپل جانان ته په سلګو سلګو وم
د سترګو وښکو کښي پیغام وینم
چا راته ژوند خراب خراب غوندی کړی
اوس یې خوبونو کښي هر ان وینم
د ژوند بیړۍ مي غرقیدو ته درومي
ملګرو غرق پکښي خپل ځان وینم
کندهار