بوش نن په دوشنبې غرمه بارک اوباما ته په سپينه ماڼۍ کښي تود هرکلی ووايه .
د ولسمشرۍ د دفتر څخه داد اوباما دا لومړنی کتنه وه، که څه هم دی مخکي سپيني ماڼۍ ته راغلئ وو .
خبريالانو ته په غونډه کښي د ګډون اجازه نه وه ورکړل سوې، خبريالانو يواځي د ګلانو په منځ کښي د دوی دوو د تګ عکاسي او انځورونه اخستل .
ښايي دغه دوه سیاست مداران به د بحث دپاره زياتي موضوعګاني ولري، خو روان اقتصادي بحران او د عراق جنګ به د اجنډا په سر کښي وي .
ښوونځي :
د اوباما لوڼي ماليا او ساشا په چيګاګو کښي د ښوونځۍ له امله نه وې ورسره راغلي، چي ښايي مور به يې په راتلونکي کښي د واشنګټن ډي سي نوي ښوونځي ته را نقل (سه پارچه) کړي .
د بوش مېرمن لورا بوش وويل؛ چي سپينه ماڼۍ د کوچنيانو د روزلو او تربيې اعلي ترينه ځای دئ .