ځوان شاعر عبدالله ستوري ته، د هغه د رالېږلي شعر په جواب کي
څوک یې چي زما د پردېسۍ پر وطن
هېري کوڅې ته رالېږې شعرونه
چا مي د زړه لاره در وښودله
چي پر کوگل مي اوروې نظمونه
د دې بې دردو په مالت کي اشنا
څنگه دي زه په زړه کي وگرځېدم
ژوند دي د ستورو په حساب غواړمه
د خدای په یاد سې چي دي ویادېدم
نظم دي داسي پر ما خوږ لگېږي
لکه شرنگی چي د سیتار اورمه
تر خوله دي وگرځم گړېږه راته
پکښي کیسې مي د خپل ښار اورمه
پکښي تصویر د خپل جانان وینمه
پکښي سندري د خپل یار اورمه
سترگو ته راسي د خالپوڅو کوڅې
پکښي مي نوم د کندهار اورمه
لا خو مین یم د ارغند د څپو
وایه«په زړه کي به مي څه تېرېږي»
لا مي خیالونه له هلمند سره ځي
پکښي مي هیلي مستانه بهېږي
زه د یاغي میني زانگو روزلی
«تار د سکوت مي خوله گنډلای نه سي»
زه د آزادو الوتلو مین
قفس مي زور ته ټینگېدلای نه سي
زه د قسمت زولنې نه منمه
اسمان مي چیغي گرځولای نه سي
زه چي ژوندی یم در سره به یمه
زه به زلمو ته غزلونه لیکم
پر بوډۍ گوتو به مي جام نڅوم
ساقي ازل ته به نظمونه لیکم
له «ماشوخېله »به قلم تښتوم
«د زړه په وینو به شعرونه لیکم»
څه د خیام څه د مغان په ژبه
پر منبرونو تعبیرونه لیکم
لا مي د خیال د شنو دښتو پر لمن
ښکلي کوچۍ پېغلي خېمې وهلي
لا یې مستېږم د شپېلۍ له نغمو
لا مي گودرته دي کوڅې نیولي
لا به پېزوان کي زنگوم خوبونه
لا پر غزل مي دي بوتکۍ لیکلي
ما د ارغند له څپو ژوند میندلی
زه د میوند له افسانو راغلی
زه د کنړ زه د ترنک له اوبو
ما د هلمند آب حیات چښلی
وایه زما ویني به سړېږي څنگه؟
په زړه کي مینه به وچېږي څنگه ؟
زه مي د شمعي د لمبو پر وطن
د ابوجهل چپاوونه وینم
زه د خلیل د محرابونو پر کور
د نمرودانو سره اورونه وینم
له شنه اسمانه د سکروټو باران
پر خپله مېنه دوږخونه وینم
هم د نامرادي ځوانۍ مات هډونه
هم له باروتو جوړ قبرونه وینم
وینم لمبه دی انارگل پر ونو
د نسترن غوټۍ په وینو ژاړي
ناوي خپړي دي دعا ته پورته
د عزت قبر له خالقه غواړي
اوس د شپانه ترانې نه مستوي
د غرولمنو کي آواز د شپېلۍ
اوس یې له شونډو نغمو کوچ کړی دی
سور ته یې نه سمېږي ساز د شپېلۍ
اوس د خیبر په غېږ کي مستي نه دي
هغه شېربرېتي شمله وري درې
اوس افسانې د تاریخ نه جوړوي
هغه ببري برېتوري درې
اوس جوړوي د جنازو نکلونه
د ځوانیمرگو هدیرو نکلونه
اوس به له چا سره غزل ولیکو
اوس به مو څوک سي د مستۍ ملگري
څوک به پر شرنگ د پایزېب نظم لیکي
څنگه به ستایي د بورا وزري
پر کور مو اوري د باران په رسم
د شنه اسمان له سترگو سره بڅري
له جنازو سره به څوک نڅوي
د ربابونو د ماښام سندري
زموږ د غوټیو پر انگړ وهلې
د تور خزان اجاره دار ده کېږدۍ
اوس د نسیم له ستوني خیژي زگېروی
اوس په گلڅانگو کي رنځوري غوټۍ
اوس بلبلان په وینو وینو ژاړي
گلو ته نه وروړي نازکي پاپۍ
زموږ له وطنه تورېدلي تللي
اوس په سېل نه راځي یاغي توتکۍ
وایه زه څنگه شپېلۍ وږغوم
چاته به وایم د خیبر سندري
څنگه د کونډو په مالت کي غواړې
زما له قلمه د اختر سندري
خو یوه ورځ به داسي راسي اشنا
چی په یوه ږغ به سندري وایو
ته د ارغند زه د هلمند ترانې
پر انار گل به یې ملگري وایو
ته به مي گورې ژوندى سوی به یم
بیا به له سره غزلونه لیکم
په کړوپه ملا به مي اتڼ ووینې
پر گل سرخ به مي نظمونه لیکم
بیا به مي گورې په میوند کي روان
پر ملالۍ به دي شعرونه لیکم
بیا به له سره د ساقي کیسه وي
بیا به شرنگی د گیلاسونو اورو
له شهبازونو به نغمې اورېږي
نوی به ږغ د پایزېبونو اورو
بیا به «غني »له میخانې راوزي
شرنگ به د نویو غزلونو اورو
ته به مي گورې چی سندري به مي
له مطربانو سره شپې تېروي
کور به خراب وي د مختور محتسب
تورو تیارو کي به شېبې تېروي
بیا به مي گورې چی نظمونه به مي
پر سورکو شونډو زمزمې نڅوي
له میني مسته درخانۍ غزل مي
په ربابونو کی نغمې نڅوي
ته به راځې راته د« ستوري» پر چم
زما ترانې به درته شپې نڅوي
ویرجینیا ٢٠٠٨-١٥-سپټمبر