كله څرخنده څپه شم ، هر څه يوسمه صحراله
كله واوړمه بدلون شم، سره ګلان راوړم بيدياله
كله سوزم په انګار كې، يا اوبه شم لمبې چپ كړم
كله نرم شان زګېروی كړم، كله زور وركړم غوغاله
كله زېري د ښادۍكړم، د بلبلو په نغمو كې
كله ښكيل شم په غمو كې، خوښۍ ټولې پريږدم شاله
كله زه ږدم پېوندونه په شليدلو ګرېوانونو
كله داسې درويزګرشم، چې مې سترګې وي ګداله
كله خوږ شم تر شكره، د ماشوم او بو ډا خوښ وم
كله غوټه دا زغوشم، هيڅ سړی نه راځي خواله
كله داسې ريښتيا زن شم، چې په كاڼو كې ليكل كړم
كله شپه او ورځ ګفتار خپل، لكه غل سپارم هواله
كله داسې كړه اووړه كړم، هوښياران ګوته په غاښ وي
يا په داسې كردار سروم، چې ويلی نه شم چاله
پرون خان د خپل ټبروم، د نوكرو مې پلتن وو
نن نوښت داسې راګير كړم، د ناستي نلرم ځاله
لنډه دا چې ژوند زما دئ ، ټول اختيار او واك د بل دئ
بهانه زما احساس دئ، يا ژړا او يا خندا له
كه ستم كړي كه تسلې، ټول په واك د زمانې دي
دهمت په وس څه نشته دا په ډاګه وايم تاله