کور / تازه خبرونه / اروپا د بن لادن زوى ته پناه نه وركوي

اروپا د بن لادن زوى ته پناه نه وركوي

د اسامه بن لادن زوى عمر بن لادن او مېرمن يې اهليه زاينا چي له مصر څخه هسپانيې ته د سياسي پناه په موخه تللي وه، بيرته مصر ته واپس سول.
عمر بن لادن ويل په منځني ختيځ كي يې ژوند ته خطر دئ او د هسپانيې له حكومت څخه يې هلته د پاته كېدو غوښتنه كړې وه، خو هسپانيې يې كېس ونه مانه او ويې ويل چي دوى ته تر هسپانيې مصر ډېر په امن كي دئ.
د عمر بن لادن مېرمن وايي دوى دواړه د تعصب ښكار ګرځېدلي او دوى د خپل ځان د سپيناوي دپاره موقع غواړي.