کور / شعر / اشعار

اشعار

( سوې لوې )



ووايه جانـانه پـه تـا څـه وشول
داسـې ناګهانه په تا څـه وشـول


دومـره خو کافر هم ستم نه کوي
يـاره مسـلمانه په تا څه وشـول


ته خـو داسى نه وى اى زمـا ميـنى
اى د زړه درمـانه په تا څه وشول


څنګه دى په نيمه لاره پريـښودم
ووايه بـې ايمـانـه په تا څه وشـول


ولى داسې سـوې لوې ښکارې ته
ګرانه مشکور جـانه په تا څه وشول


 


 


( د لوړې څانګې ګل)


اى ګل رويـه شـمه رويـه
تـه تـر اوسه خـبر نـه يي


پـوره درې کـلـونه وشـول
چـى په تا باندى مين يم


خو څـه وکـړمه جانـانه
تـه د لـوړې څـانګى ګل يي


زمـا ډيـره بې وسي ده
لاس مې کله درسيږى


 


 


( ستر ګو خار )


ياره د يارى نـه دې ويـزار کـړمه
تا لـه محبته  تو بګـار کـړمه


لاس د رقيـب پريـږده درته سوال کوم
زه بـه مى دا ټول ځوانې در ځار کړمه


ستا په چـم کى  ستـا د چم  وړو لويو
سـتا د ليوانې په تـور سنګسار کړمه


زه خو د هر چـا د ستـرګو ګل وم خو
تـه د هر سړى د سترګو خار کړمه


تـا به ځـانـګـولې په رخسار زلفـې
ځـکه خو دې زه مشکور په دار کړمه


 


 


( وختونه )


هـغه وخـتونه رانه نه هـيريـږي
ستـا د يدنـونه رانه نـه هيريـږي


پـه مينه ميـنه چـي به ما ښکلـول
شنډې ګـلونه رانـه نـه هيريږي


هـغـه نـخرې هغـه د مينې پخې
هـغه نازونـه رانـه نه هيريږي


غـمـازه تـا چې مـې په زړه جوړ کـړي
هـغه داغونه رانـه نه هيريږي


چه ستا په مخ به ځـنـګـيدلې مدام
ز لفې ټالونه رانـه نـه هيـريږي


ناصح سـتـا خبـرې سعـې دى خو
هغه خـونـدونـه رانه نه هـيريږي


ګلې چې تـا ته به مشـکـور جوړول
هـغه شـعرونه را نـه نه هـيريږي


 


 


( د ګودر غاړه )


وکه بـاور تـا سره مـينه کـوم
شـام او سحر ستا سـره مـينه کوم


د ګودر غاړه ايجاره نيسـمه
بيا پـه ګودر تا سـره مـيـنه کوم


د نورو ښکلـونه په ډډه ګرځـم
ته مـې دلـبر تـا سره مـينه کوم


ستـا د رخـسار لـمـبې په ځان وروي
زمـا ځيـګر تا سره مـينه کـوم


ثانـى دې نشـته د ښکـلا جـانانه
پـه لـرو بـر تا سـره مـينه کوم


يو ځل مـې وګوره پـه خپـلـو ستـرګو
د زړه پـرهـر تـا سـره مـينـه کـوم


مشکور مدام د محبت په لاره
کوم سـفـر تا سـره مـينه کوم