کور / شعر / انتظار

انتظار

شپې د انتظار ډېری اوږدې شولې
څومره چې اوږدې شوی لا ترخی شولې
ما وېل چه نن سبا رڼا به شی
لار ته په کتو می سترګې سرې شولې
ټول عمر مو تېر شو اومېدونو کښې
تورې تورې شپې لا تورې شپې شولې
دا څرنګه ورېځې او لوخړې دی
کور په کور کوڅو باندی خورې شولې
ناست دی می خواران په سپېن مېدان باندې
کنډ و کپړ واړه مېخانې شولې
دا څرنګه تندر را پرېوتې دی
ټول کلې کورونه کنډوالې شولې
څومره ئ ساده قا ضې ذاده اشنا
هسې پوچ خېالونو کښې اېرې شولې


 


اختره


مه راځه اختره ګوره دلته خوشحالې نشته
کور په کور جړا ده په ېو ځاۍ کښې ارامی نشته
څوک دی مسافر او مهاجر اوبی وطنه دی
څوک تورو خېمو کښې مړه پراته او بی کفنه دی
هر خوا ته خزان دی علامې د پسرلې نشته
 کور په کور جړا ده په ېو ځاۍ کښې ارامی نشته
چانه جدا شوی مسافر ئ اولادونه دې
چانه ورور جدا د چانه مېندی او پلرونه دی
اوس د پېغلو منځ کښې د پخوا په شان سېالې نشته
 کور په کور جړا ده په ېو ځاۍ کښې ارامی نشته
نه هغه ځوانان شته او نه هغه ټالونه شته
نه د ګودر غاړو کښې د پېغلو قطارونه شته
مړاوې ټول ګلان دی سره غاټول او کشمالې نشته
کور په کور جړا ده په ېو ځاۍ کښې ارامی نشته
زه قاضې ذاده اختره ډېر غمو وهلی ېم
ډېر د ېار د غمه ژړېدلی کړېدلی ېم
ډېر خفه پدی ېم د ېار لاس کښې مې بنګړې نشته
کور په کور جړا ده په ېو ځاۍ کښې ارامی نشته