کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لنډه کیسه؛ او لومړنۍ خبري

لنډه کیسه؛ او لومړنۍ خبري

کیسې او نکلونه له ډېر پخوا راهیسې زموږ په ټولنه کې دودوو، له ډوډۍ خوړلو وروسته د ماخوستن له خوب وړاندې اوږده نکلونه اوس هم ژوندي دي، لکه اوسني اوږده ناولونه هسې به اوږد وو ، ټوټه ټوټه به شو او څو شپې به یې دوام کاوه، خو اوس اوس ښکاري چې هغه نکلونه هم سره راټول شوي او لنډشوي، دغه راز په کلي توګه د داستان په نړۍ هم دې ته ورته څه تېرېږي.

ښايي همداسې به پېښه شوې وي چې لنډه کیسه پنځول شوې او لیکل شوې وي، په نولسمه پېړۍ کې د لنډې کیسې دود او خپرېدو ښايي همداسې لاملونه درلودل او د نکلونو د لنډون په څېر پدې نړۍ هم ورته څه تېر شوي وي، همدا وروستۍ پېړۍ د لنډې کیسې لپاره په نورو ادبي ژانرونو د غلبې پېړۍ ده، انسانان اوس دومره وخت او لېوالتیا نلري چې اوږده او په څوټوکونو کې لیکل شوي ناولونه او داستانونه ولولي که ووایو حوصله یې هم نلري زیاتی به نه وي؛ له همدې امله د لنډې کیسې بازار تود شوی او د دغه کیسو په لوستلو ځانونو ته ډاډ ورکوي؛ ځان او خپل ژوند بس د لنډې کیسې په هېنداره کې ګوري اوپرې بسنه کوي.

  د لنډې کیسې جاج د کرکټرونو، د کیسې د بیان د ډول او لنډوالي او اوږدوالي له زاویو اخیستلای شو.

په ناولونو کې زیاتره کرکټریز ژوند انځوریږي او کرکټر یا کرکټرونه د داستان په اوږدو کې روزل کیږي خو په لنډه کیسه کې دومره چانس او وخت نه وي.

په لنډه کیسه کې کرکټر مخکې له مخکې جوړ شوی او د لوستونکي سترګو ته په داسې حال کې حاضریږي چې د یو کار د ترسره کولو په حساس او بحراني پړاو کې دی یا هم د داسې کار په درشل کې دی چې له وړاندې پیل شوی؛ خو تر اوسه لاپای ته ندی رسېدلی. په لنډه کیسه کې لیکوال د کیسې د کرکټر د ژوند داسې برخه راخلي چې پکې یو حساس پړاو ته رسېږي، پداسې حال کې چې په ناول کې د کرکټر د ژوند ټول پړاو د لوستونکو له سترګو تېرېږي.

لنډه کیسه لکه یوه کړکۍ هسې مثال لري چې د یو چا ژوند ته د لنډ وخت لپاره ورپرانستل کېږي او لوستونکي ته مجال ورکوي چې یواځې هغه پېښې چې هماغه مهال تېرېږي وګوري.

امریکايي کیسه لیکوال  اډګر الن پو وايي:

(لنډه کیسه یوه تخیلي ټوټه ده چې یوه پېښه؛ هغه که مادي وي که معنوي را اخلي او پرې خبرې کوي)

دغه پنځول شوې تخیلي ټوټه باید تشریح شي، لوستونکی په هیجان راولي او یا پرې اغېز وکړي بایدد پیل له ټکي تر پایه په یوه رڼه او اواره کرښه حرکت وکړي.

لنډه کیسه باید لنډه وي، خو د دغه لنډوالي حد ندی جوت شوی، اډګر الن پو په دې اړه وايي:

(لنډه کیسه داسې روایت دی چې په یوه ناسته کې (له نیمې ګړۍ تر دوه ګړیو)پورې ولوستل شي. ټول جزیات یې باید په یوه موضوع راوڅرخي یو اغېز ولېږدوي)

په لنډه کیسه کې د کرکټرونو شمېر محدود دی، د کرکټرونو د ښه څېړلو او جزیاتو د وړاندې کولو مجال هم نشته او معمولاً په لنډه کیسه کې ټولنیز حالات په بشپړه توګه نشي څېړل کېدای. اصلي پېښه پداسې ډول غوره کېږي چې کرکټر زیات معرفي کړي او فرعي پېښې هم له همدې چارې سره د مرستې لپاره غوره کېږي او په کیسه کې ځایول کېږي. البته ډېرې داسې ښې لنډې کیسې هم شته چې دا قوانین پکې نه دي رعایت شوي.  کېدای شي لنډه کیسه ډېره هم کوچنۍ وي او له کابو ۵۰۰ کلمو زیاتې کلمې ونلري. 


لنډه کیسه په لویدیځ کې 


لنډه کیسه په لویدیځ  کې د هغې په نننۍ معنی په نولسمه پېړۍ کې رامنځته شوه، لومړنی کس چې په جدي توګه یې دغه ژانر تعقیب کړ اډګر الن پو وو. هغه د زیات شمېر لنډو کیسو په لیکلو سربېره د لنډې کیسې په تیوریکې لیکنې هم کړې دي او لنډه کیسه یې د یو ادبي ژانر په توګه مطرح کړې ده. 


ستر اروپايي او امریکایي لیکوالان چې د لنډې کیسې په برخه کې یې ستر نومونه ګټلي دي، ګوګول، ګی دوموپاسان، انتون چخوف، کاترین منسفیلد، شرود اندرسن، او هنري، ارنست همینګوې، کنراد، کیپلینګ او سالینجر دي.