کور / تازه خبرونه / دشاه ولي کوټ په اړه مطبوعاتي اعلاميه

دشاه ولي کوټ په اړه مطبوعاتي اعلاميه

د كندهار ولايت د مطبوعاتي د فتر اعلاميه  نيټه..    ۱۶- ۸ – ۱۳۸۷

هغه هيئت چي د كندهار ولايت د مقام له خوا د شاولي كوټ ولسوالۍ ته پدې ولسوالۍ كي د رواني مياشتي په ۱۳ نيټه د هوائي قواؤ د بمبارى د څيړلو په منظور ليږل سوى وو خپل معلومات يي بشپړ كړي دي د دې هيئت د راپور له مخي چي د سيمي څخه يي له نيژدي كتنه كړي وويل سول چه د شاولي كوټ ولسوالۍ د وچ باختو په كلي كي د ائتلاف د ځواكونو په هوايي بمباريو كي چي په سيمه كي د ائتلاف په ځواكونو د وسله والو طالبانو د ډزو وروسته تر سره سوه ټوله ۳۷ تنه شهيدان سوي او ۳۱ كسان ټپيان دي چي ښځي او كوچنيان پكښي شامل دي .
نوموړى هيئت چي د ملي امنيت ، كورنيو چارو وزارت او سيمه ايزو اورګانونو خپلواله اداري استازي پكښي شامل دي وايي چي په بمباريو كي ۲۶ تنه وسله وال طالبان هم وژل سوي چي ۱۶ تنه يي پخپله د كلي خلګو ليدلي د هيئت د پلټنو څخه وروسته دا معلومه سوه چي وسله والو طالبان د روزي خان د  كور سره له نيژدي غونډى څخه په ائتلافي ځواكونو ډزي سو ي چي په نتيجه كي يي د ائتلاف هوايي ځواكونو نوموړي غونډى او هغه كورونه چي ډزي ورڅخه سوي وي په نښه كړه چي په ترځ كي يي په ۲۶ طالبان سربيره ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته .
د ولايت مقام ددي هيئت د راپور په اساس ټول هغه خبرونه چه له ځينو رسنيو څخه خپاره سوي او د ملكي كسانو مرګ ژوبله له دي څخه زياته او حتي ځينو د ۹۰ تنو په شاو خوا كي ښودلي په كلكه ردوي او دا ادعاوى بي اساسه او دحقيقته ليري خبرونه بولي .


د ولايت مقام له خوا پدي زړه دردونكي پيښي باندي زياته خواشيني ښودل سوى او د پيښي د ټپيانو سره يي چي په ميرويس روغتون كي تر درملني لاندي دي في نفر ۸۰۰۰ – افغانى او د شهيدانو له كورنيو سره د في نفر پر سر سل زره افغانى مرسته سوي چي نوره مرسته به هم ورسره وسي .

په پاى كي د كندهار ولايت مقام يو ځل بيا پدي دردونكي پيښي باندي خپله ژوره خواشيني څرګندوي او په پيښه كي د شهيدانو او ټپيانو له كورنيو سره پدي غم كي خپل ځان شريك بولي او د ائتلاف له ځواكو نو څخه غواړي چه د عملياتو په وخت كي د ملكي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وكړي.

كندهار افغانستان