کور / تازه خبرونه / طالبانو په غزنی کی د تلیفون بندیز لیری کړ

طالبانو په غزنی کی د تلیفون بندیز لیری کړ

رویټر د کابل څخه خبر ورکوي چی طالبانو خپل هغه بندیز چی ویل یې په غزنی کی څوک د ورځی هم موبایل تلیفون نسی استعمالولای ، ایسته کړ . دا بندیز دوې اوونۍ مخکی لګول سوی و . د شپې لخوا بندیز چی په فبروري کی نافذ سوی ، پر خپل حال پاته دﺉ . طالبانو مخکی په څو ولایتونو کی د موبایل تلیفون ټاورونه تباه کړي هم دي . په افغانستان کی د موبایل تلیفون پنځه لویی کمپنۍ چی درې یې خارجی دي فعالیت کوی . ناټو وایی چی طالبانو ځکه د شپې لخوا د تلیفون موبایل سرویس بند کړی چی د خلکو لخوا ناټو ته د دوی جاسوسی و نه سی .