مخكې له دې چې د صلاحيت څخه په ناوړې ګټې اخيستنې خبرې وكړو ،ښه به دا وي چې لومړۍ صلاحيت وپېژنو،پوهان په دې باور دي چې د اختياراتو هغه ټولګه چې د يوشمير اعمالو د ترسره كولو په موخه ددولت له لورې يو مامور ته وركړشوي وي صلاحيت ورته وايي.په هره كچه چې د مامورينو صلاحيت كم وي نو په همغه كچه د مامور د استبداد مخه هم نيول كيږي،په بله خبره يو مامور ته د پراخ صلاحيت وركول كه له يوې خوا په مامور كې د استبداد روحيه پياوړي كوي نو له بلې خوا له وركړشوي صلاحيت څخه ناوړه ګته هم پورته كوي،نو لازم دا دي چې هر مامور ته د خپل صلاحيت پوله او بريد مالوم وي تر څو د هغې پولې په حدودو كې خپل ورسپارل شوي وظايف پر مخ يوسي،دا هم ضروري ده چې كه دنده د اهليت او وړتيا په پام كي نيولو سره يو چا ته وسپارل شي نوطبعي ده چې له يوې خوابه يې چارې ښې پرمخ ځي او له بلې خوابه ټول كارونه د وركړشوي صلاحيت په پوله كې د ننه پرمخ وړي،دا هم د يادونې وړده چې چې اهليت يو حق دى چې انسان ته وركړشوي او كولى شي چې په خپله خوښه ترې ګټه واخلي ،مګر صلاحيت يوه دنده ده چې انسان ته د قانون او دولت له لوري وركول كيږي او نه شي كولى چې په خپله خوښه ترې ګټه واخلي،همدا ډول په حق كې انسان كولى شي چې د ځان له پاره وكيل ونيسي مګر په صلاحيت كې انسان نه شي كولى چې د ځان له پاره وكيل ونيسي مګر هغه مهال چې قانون يې مجاز وګڼي.پوهانو صلاحيت په دوو ګروپونو ويشلى دى،يو يې اختياري صلاحيت دى او بل يې تكلفي صلاحيت دى،هغه صلاحيت چې يو دولتي مامور ته په ټاكلو چارو كې د تصميم نيونې په موخه وركړ شوى وي اختيارې صلاحيت ورته وايي،او هغه صلاحيت چې يو دولتي مامور ته وركړ شوى وي خو په پرېكړو كې خپلواك او ازاد نه وي تكلفي صلاحيت ورته وايي.
په عمومي ډول له صلاحيت څخه دوه ډوله خلك ناوړه استفاده كوي،يو په خپله دولتي مامورين دي چې له وركړشوي صلاحيت څخه ناوړه ګټه پورته كوي او بله ډله هغه اشخاص دي چې دولتي مامورين نه دي خو په يو نه يو شكل سره يې ځانونه په دولتي چارو كې دخيل كړي دي په قانوني لحاظ كه يو مامور له خپل صلاحيت څخه ناوړه ګټه اخلي نو دوې خبرې په وجود راوړلى شي،يوه دا چې په خپله د مامور له پاره د مسووليت د پيدا كيدو لامل ګرځي او دويمه دا چې د مامور د اعمالو د بطلان سبب ګرځي چې دواړه په قانوني لحاظ د مامور له پاره بدې خبرې دي،پوهيږو چې ټول اداري تصميمونه ددې له پاره نيول كيږي چې عامه ګټې پكې خوندي شي نو كله چې يو مامور د عامه ګټو پرخلاف كوم تصميم نيسي نو په حقيقت كې دې ته له صلاحيت او قدرت څخه ناوړه استفاده وايي،يا كه مامور داسې تصميم ونيسي چې په حقيقت كې دده له صلاحيت څخه وي خو يو داسې هدف تعقيب كړي چې له اصلي موخې او قانون سره په ټكر كې وي نو دا په خپله هم له قدرت څخه ناوړه ګټه اخيستنه ده،هغه اعمال چې د قدرت څخه په ناوړه ګټه اخيستنه دلالت كوي عبارت دي له :
شخصي اغراضو ته وده وركول او پالل.
سياسي او ګوندي اغراض پالل .
شخصي ګټو ته په ملي ګټو لوړوالى وركول.
په غېر قانوني ډول د كارونو ترسره كول او داسې نور…….