کور / تازه خبرونه / ۲۷۶۰۰۰ کډوال هېواد ته را ستانه سوي دي

۲۷۶۰۰۰ کډوال هېواد ته را ستانه سوي دي

وانکوور سن ورځپاڼه او فرانس پریس آژانس د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګی په حواله لیکی چی سږ کال څه باندی دوه لکه شپږ اویا زره افغان کډوال ( اکثریت د پاکستان څخه ) هېواد ته ستانه سوي دي . منبع وویل چی دا ستره کتله په داسی حال کی افغانستان ته رسېدلې چی هلته ژمی را رسېدونکی او د بهتر ژوندانه اطمینان وجود نه لری . د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګی مسؤل « ایون مک لیوډ » وویل چی د ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پنځه ملیونه کډوال افغانستان ته ستانه سوي چی دا شمېر په نړۍ کی سارﺉ نه لری . ده وویل چی د وروستۍ جوپې ۹۹٪ کډوال د پاکستان او متباقی د ایران او غیر ګاونډو هېوادو څخه را ستانه سوي دي . ده زیاته کړه چی اوس هم ۲٬۷ ملیونه افغان کډوال بهر ( اکثریت په پاکستان کی ) اوسیږی .