کور / تازه خبرونه / پرویزکیانی. خیر پرپاکستان نوربریدونه مه کوی

پرویزکیانی. خیر پرپاکستان نوربریدونه مه کوی

 دافغانستان لپاره نوی ټاکل شوي امریکایي جنرال ډیود پیټروس په اسلام اباد کې ددغه هیواد دفوځ دمشر پروزکیانی سره وکتل . دډیود پیټروس سره دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستال ریچرباورچر هم راغلی ترڅو په قبایلی سیمو کې دروان وضیت په باب خبري وکړی .
دلمړنیو رپوټونو له مخي پرویزکیانی امریکایي جنرال ته پر قبایلی سیمو دامریکا دهوایئ بمبار له امله خواشنی وښوده اوهیله یی وکړه چې دا ډول بمباردونه دی بند شی .
 که څه هم تراوسه دامریکایی جنرال خبری نه دې په ډاګه شوی خو ویل کیږی چې امریکایی جنرال به پر قبایلی سیمو دپوره عملیاتو دترسره کیدا هیله وکړی .
 که څه هم دنوی مقرر شوی جنرال څخه دامریکا دبریا لپاره ډیری هیلی کیږی خوپه دې وروستیو کې په منطقه په ځانګړئ توګه په افغانستان کې امنیتی وضیت دخوار اندیيښنی وړ ګرځیدلی دی .