کور / تازه خبرونه / د يو دارالعلوم د ودانۍ او د دارالمعلمين بنسټ كيښودل شو

د يو دارالعلوم د ودانۍ او د دارالمعلمين بنسټ كيښودل شو

په ميدان ودرګ ولايت كې د يو دارالعلوم د ودانۍ او د دارالمعلمين د احاطى د بنسټ ډبره كيښودل شوه

د لړم دمياشتې په ۱۲ نيټه د ميدان وردګ ولايت په ميدان ښار كې د يو دارالعلوم د ودانۍ او د دارالمعلمين د احاطى (انګړ) د بنسټ  ډبره   ديولړ  مراسمو په ترڅ كې دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي لخوا كيښول شوه.

دغه دارالعلومى اسلاميه   ودانۍ چې (۱۲) تدريسي خونې لري د نړيوال بانګ په ماليې مرسته د يولكو نولس زره (۱۱۹۰۰۰)امريكايي ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو كې په پاخه او اساسي توګه جوړيږي چې دسيمې اوسيدونكوګټې، د دارالمعلمين د احاطى (انكړ)  د اتنيم (۸،۵)جريبه ځمكې څخه د (    IOM ) موسسي په ماليې مرسته د پنځه پنځوس زره (۵۵۰۰۰) امريكايي ډالرو په لګښت  په اساسي ډول تاويږي، چې ددغه احاّطى په ترسره كيدو سره به د غيرو مسولو اشخاصو  دتګ راتګ لارې وتړل شي او د محصلينو ستونزې به تريوځايه لمنځه يوسي.