کور / شعر / ګل غوټۍ

ګل غوټۍ

مخ مې مه ګورئ  غوټۍ دزمانه يم
پټ په زړه کې ديو مينې بهانه يم
دفضاپه لورې تګ مې يوارمان دی
جنون  وړې  په مستي  دويرانه  يم
دقران په شانته ساتمه يي په زړه کې
د وطن د پاکې  مينې  خزانه  يم
ډير خيالونه ارمانونه لرم زړه کې
خپل ارمان ته دعمرونو اشيانه يم
فولادي زولنۍ ګرځوم په پخوکې
د ناموس په نوم  پټيږم  بهانه يم
دګل پاڼو په انځورکې يوتصويرته
نظر وړې دسپين غر په ننداره  يم
دافغان دلوړوغرود شنئ ١غونچه وم
طوفا نو نوکې ايسار  دانه  دانه  يم
دغيرت وينه مې ګرځي په رګوکې
دوطن مينه کې سوې پروانه  يم
ځنکدن کې مې مخ واړوئ وطن ته
پښتنۍ ارمان سوچوکې ديوانه يم
بيا خيام د زمانۍ ته خبر وروړئ
نرګس ګل دساقي  تشه  پيمانه  يم
دحفيظ دليونې مينې کتاب کې
ګل غوټۍ د يوې سولې ترانه يم


شنئ هغه غرنۍ ميوه ده چې رنګ يي تک شنه په خوړلو کې ښه زايقه او
خوشبويي پرته ده