د ارادې ورځپاڼي د افغانستان ورستيو پيښو او وضعيت ته په اشارې په يوه مطلب كې ليكلي چې ددې هيواد اوضاع ناڅرګنده ده .
دې ورځپاڼي په يوه ځاى كې د پاكستان پر پوليسو انتقاد كړى او وايې چې وخت ناوخت د افغان كډوالو د آزار سبب ګرځي .
ارادې په يوه بل مطلب كې د خلكو اقتصادي ستونزي او لوږه راخستې او ليكلي يې دي چې دا لړې تر طالبانو هم خطرناكه ده .
خو د ملي ارمان ورځپاڼي هم په افغانستان كې د خوراكي موادو كموالي ته اشاره كړې او وايې دې ستونزو بايد جدي رسيدګي وسي .
ملي آرمان د ولسوالو طالبانو سره د خبرو لړۍ په يوه مطلب كې څيړلې او ليكلي يې دي چې دا مساله له ستراتيژو سره تړاو لري .
پدې ورځپاڼي كې د پاكستان په پيښور ښار كې د افغانستان د ماليې وزير د ورور د تښتونې تفصيلي راپورو وركړل سوى او ويل سوي دي چې
ويسا ورځپاڼي خبر وركړى د پاكستان په خاوره كې د وسلوالو طالبانو د مركزونو په نښه كول د پاكستان د حكومت او اردو په موافقې تر سره كيږي .
ويسا خپل د نن ورځي د گڼي سرمقاله د افغانتسان د اطلاعاتو او كلتور پر وزارت باندي د حملې په اړه مطلب ته ځانګړې كړې او پوښتنه يې كړې چې دا حمله ولي وسوه .
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼي په افغانستان او پاكستان كې د جنرال پتريوس نويو مسوليتونو ته په اشارې ليكلي دي چې دغه امريكايې جنرال به په پاكستان كې د نويو ستونزو سره مخ وې .
دې ورځپاڼي په كابل كې د يو شمير امنيتي ځواكونو پر چلند انتقاد كړى او وايې د كابل امنيتي حوزې په سر قلفۍ وركول كيږي .
هشت صبح په يوه بل مطلب كې ويلي چې افغانستا ن او امريكا د وسلوالو طالبانو سره د خبرو پر سر په خپلو كې اختلافات هم لري .
پيمان ورځپاڼي بيا پر ولسمشر حامد كرزي انتقاد كړى او ليكلي يې دي چې دى په سياسي معاملو كې ښكيل خو د خلكو غوښتني هيڅ په پام كې نه نيسي .
اصلاح او انيس دولتي ورځپاڼو د هيواد د وروستيو امنيتي پيښو په اړه تحليلي مطالب خپاره كړي دي .
اصلاح په يوه مطلب كې ويلي چې بايد د افغانستان د ليري پرتو سيمو اميني او اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وسي .
خو هيواد بيا د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور پر وزارت د حملې په اړه ليكلي چې دښمنان د هيواد كلتوري پرمختګ نسي ليدلاى .
د راه نجات بيا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د نويو څرګندونو يوه برخه رااخستې او ليكلي يې دي چې افغانستان د هغو كسانو حضور ته اړتيا لري چې جنګيږي .
دا ورځپاڼه په يوه بل ځاى كې د يوه لوړ رتبه امريكايې چارواكي په حواله ليكي چې ملا عمر هغه كس ندى چې د هغه سره دي سوله وسي .
راه نجات په خپله سرمقاله كې د كابل امنيتي حالت څيړلى او وايې كابل اوس يوډير ويروونكى ښار دى .