د افغان کار پوهانو نړ يواله ټولنه له درنو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت هيله کوي تر څو په هغه سوله ييزه مظاهره کې چې د دې ټولنې له خوا د بلجيم په پلازمينه بروکسل ښارد ناټو د ودانۍ مخي ته د شنبې په ورځ د نوامبر په اتمه نېټه د دوه زره اتم کال د غرمې له دولسوبجو نه د ماسپښين تردرېو بجو پوري تر سره کېږي ګډون وکړي
د مظا هرې موخه :
– د افغانستا ن سياسي او نظامي وضع ته په پام سره نړ يواله ټولنه ، د امريکا متحده ايالات، د اروپايې هېوادونو ټولنه او نا ټو با يد د افغانستان په اړه خپلې ستراتېژ ۍ کې بدلون را ولي .
– د بې ځا يه بمباریو چې په پايله کې یې ډیرملکي او بې ګناه خلک لکه ښځې ، ماشومان سپين ږيري او نا ر ينه پکې وژ ل کېږی په کلکه ډه ډه وکړي ، د افغانانو کلتور ، دود او رسمو رواجونوته دې در ناوی وکړي او کار دې اهل کار ته وسپاري تر څو دخلکو او دولت ترمنځ د همکارۍ او باور فضا را منځته شي
د افغان کارپوهانو د نړیوالي ټو لنې ریس دیپلوم اینجنیر ظاهر معارج
Adresse :
Rue de la Fusée, en face de l’OTAN
Bruxelles – Belgique
Manifestation statique en date du
Samedi 8 novembre 2008 de 12.00 h à 15.00
اړيکي :
– خليل اله و. ر . خدرخېل : بلجيم ۰۰۳۲۴۸۶۸۴۸۵۴۵
– عبدالاحد مومند : جرمنی ۰۰۴۹۷۱۱۳۴۱۱۷۱۲
– ديبلوم اينجنير عطا محمد شيرين زوې : انګلستا ن ۰۰۴۴۲۰۸۵۸۱۰۸۶۴
– دوکتور مير عبيداله : سلواک ۰۰۴۲۱۹۰۷۸۵۹۴۶۶
ـ جمال کټوازی : هالند ۰۰۳۱۶۳۳۹۴۶۶۸۴