نن سبا، د انټرنيټ،سيلفون، فکس، سمدستي الکټرونيکي اړيکو او شبکو، نړيوال جال او تړاو، او لنډه دا چي د گلوبلاېزېشن پېر او وخت دى. هر څه د گلوبلاېزېشن په طلسم کي بند او راگېر دي. ټول جهان، هېوادونه، سيمي، او قومونه د گلوبلاېزېشن په غښتلي، تک سپين، او نا مريي تار باندي داسي سره پېيلي سوي دي چي جلا کول يې تر ډېره حده ناممکن او زيانمن سوي دي. گرده نړۍ ارتباط او اړيکي سره لري. تلوار او بېړه ډېره سوېده. د موټر، طيارې، ټيلفون، خبرونو، او معلوماتو سرعت گړندى سوى دى. کار چټک او زيات سوى دى. ټول جهان په يوه واړه کلي بدل سوى دى. د مځکي تناوونه را لنډ سوي دي. تگ را تگ زيات سوى دى. د علم او ساينس بازار تود سوى دى. ساينس او تيکنالوژي د ثروت د جوړولو لپاره مهمي زېرمي گرځېدلي دي. نور عصري علوم، ساينس، او تيکنالوژي يوازي د اروپايي نژادونو په انحصار کي ندي، بلکي د خاوريني کرې شاوخوا د علم او تيکنالوژۍ نوي او متبکر مرکزونه را غوټېدلي دي. چين، هند، او جنوب شرقي اسيا د جهاني توليداتو او تيکنالوژۍ په مهمو مرکزونو بدل سوي دي. د جهاني اقتصاد په جال،کړۍ، او څرخ کي ټول عالم بند او اسير دى. هر څوک د جهاني قيمتونو تر فشار لاندي دى. د نړيوال کلتور او ثقافت پل او اثر هر ښار، هر کلي، او هر ي ټولني ته رسېدلى دى. په بل عبارت، هر څه جهاني سوي دي. که چيري په امريکا کي اقتصاد خراب سي، د منفي او بدو څپو اثرات يې تر چين، هند، اروپا، جنوبي امريکا، افريقا، ايران، پاکستان، او حتى تر کابل او کندهار پوري هم رسېږي. د نيويارک د سټاک مارکېټ او پولي موسساتو نبض او څرخ د جهان پر ټولو پولي پاليسيو او نرخونو باندي اغېزه ښندي. اقتصاد، تجارت، توليدات، کمونکېشن، کلتور، او حتى سليقې، موډ او فېشن هم نړيوال رنگ او خوند اخيستى دى. هرڅه سټېنډرډ سوي دي. بسته بسته سوي دي. د ټولو نرخ معلوم دى. د دې نوي او حيرانونکي نړيوال جال او شبکو په سرکي انټرنيټ د برېښنا په منډه روان دى.
لدې لڼدي مقدمې ځخه را وروسته،موږ افغانان مجبوره يو چي لدې تيکنالوژۍ څخه د مطبوعاتو او علمي اسانتياوو د برابرولو په برخه ډېره گټه واخلو. پښتانه بايد پدې برخه کي تر بل هر چا ډېر زيار وباسي. ځکه زموږ پاېښت، هستي، او ژوند له جدي خطرونو سره مخامخ دي. د دغه خبرداري د ملاتړ لپاره لاندي څو دلايل وړاندي کوم.
لمړى، پښتانه سياسي واحد مرکز نلري. په بل عبارت، خپل حکومت نلري. د پښتنو په پراخو سيمو کي سياسي اقتدار پردى، وېشلى، او نامعلوم دى. ټول متفرق او شندلي دي. په اکثرو سيمو کي، مطلقه انارشي حاکمه ده. ځيني سيمي د مذهبي مسلح ډلو تر ولکې لاندي دي. پر ځينو نورو ښارونو او سيمو باندي يې څو مختلف حکومتونه واکمن دي. د کابل حکومت بې پروا، بې غوره، او ناسکه دى. کندهار وران، هېر، او د يوې ناکامي او گمراه مذهبي څپې په خرڅ کي اسير او خوږ دى. د کندهار په شاوخوا سيمو کي د پښتنو د يوې موجه سياسي غوښتني لپاره د مبارزې، مخالفت، او تلاښ واگي او اختيار د پردو په لمسون د يو لړ ملايانو او طالبانو د غوړ او تک تور طلسم په جادو کي راگير دى. همدا وجه ده چي دننه په افغانستان کي تر اوسه پوري نه حکومت مشروعيت تر لاسه کړى دى او نه هم طالبانو. زه يقين لرم چي د دغو ددو ډلو د گډېدو ، اتحاد، او ايتلاف نسخه به هم ستونزه حل نه کاندي. بلخوا، پېښور مظلوم، ورک، او بې واکه دى. فرهنگ او ژبه يې لوټ او تالا ده. شاوخوا سيمي يې تل ناړامه، ناکراره، او محاصره دي.
دوهم، پښتانه مجبوره دي چي خپل غم پخپله وخوري. پر خپلو مټو باندي تکيه وکړي. د بل چا لاسته کښې نه ني. خپلي ملا وي وتړي. او خپله ستونزه پخپله فيصله کاندي. د خپلي ژبي د ساتلو او تقويې لپاره له انټرنيټ څخه پراخ او هر اړخېز کار واخلي. په همدې وسيله خپله ژبه او کلتور ژوندي وساتي. خپلي ژبي ته له همدې لاري خدمت وکړي. زموږ ليکوالان، مبصرين، ژورناليسټان بايد لمړى خپلي ليکني د انټرنيټ له لاري خپرې کړې. په خارج کي، ټول افغانان انلاين دي. حتى په داخل کي هم اکثره ښاري او باسواده خلک انټرنيټ ته لاسرسى لري. ايميل او اکاونټ لري. موږ افغانان کولاى سو چي د انټرنيټ له لاري خپلمينځيني سالم بحثونه، ارزښتناکه فرهنگي کارونه، د يوې انلاين فرهنگي ټولني د جوړولو بندو بست، او د نورو کلتوري او ژورناليسټي کارونو لپاره گډ کار، خدمت، او مبارزه وکوو. دا يو تاريخي ضرورت دى. د پښتو ژبي د پرمختگ او غښتلي کولو لپاره يوه جدي فرهنگي اړتيا ده. ځکه انټرنيټ ستاسي ليکني په بين المللي سويه او په عين زمان کي ټولو لوستونکو ته رسوي. د نړۍ په هر گوټ کي ستاسو ليکني په خپله ژبه انلاين خپرېداى سي. تاسو کولاى سئ چي خپل ږغ او نظر ټولو هېوادولو ته ورسوئ. لدې عصري او خارق العادق وسيلې څخه گټه واخلئ.. ځکه ښکاره خبره ده چي له جهانه پټېداي نه سو. او د مځکي له کورې څخه وتلاى نه سو.
درېيم، په پښتني جامعه کي، پراخه اقتصادي کمزورتيا سته. ډېري ناخوالي او تريخي خبري سته. ددغه شان يوې بې نظمه او مرکزه ولس لپاره يوازنۍ کم مصرفه او عملي لاره انټرنيټ دى. البته، څرگنده خبره ده چي اخبارونو، مجلو، کتابونو، او نور د کاغذ پر مخ خپاره سوي اسناد او مدارک خپل ځاى او اهميت لري، خو انټرنيټ يوه نوې ارزانه، با دوامه، او عملي لاره پيدا سوېده. حتى په امريکا کي، پريس او اخبارونه د يوه داسي نوي رقيب سره مخامخ دي چي هم کم مصرفه دى او هم يې ځوان نسل گرگى دى. د نورو صنعتي او پرمختللو ملکونو په شان، د امريکا ټول مهم اخبارونه،مجلې، کمپنۍ، پوهنتونونه، او دولت او جامعه له انټرنيټ څخه په پراخه پېمانه استفاده کوي. همدا شان، د جهان په اکثرو ملکونو او قومونوکي د انټرنيټ استعمال او موثريت له ورايه څرگنددى. لدې وسيلې څخه بايد د خپل قوم او خپلي ژبي د غني کولو او رواجولو په منظور گټه واخلو. کېداى سي د انټرنيټ له لاري د خپل وطن د پوهنتونونو، کتابتونو، ژورناليزم، او نورو فرهنگي هلو ځلو سره د پام وړ خدمت وکړو. همدا اوس، موږ ددې مالي او اقتصادي توان او طاقت نلرو چي اخبار او نور نشرات تر هر چا او هر ځاى پوري ورسو. د کاغذ، رنگ، چاپ، او پوستې لگښت يې زموږ په وسه ندى. نو لازمه ده چي د عامه پوهوي او خبرتيا لپاره له انټرنيټ څخه استفاده وکړو. له همدې لاري د يو بل سره اربطه ټينگه کو. ځکه موږ له يو لړ اوږدو او جدي پرابلمونو سره مخامخ يو. د ځانونو په سمبالولو کي لدې وسيلې څخه کار واخلو. انټرنيټ د خوار، غريب، او مستقل منور لپاره کورت او غوړي دي. د يوې نامنظمي او شندلي ټولني لپاره يو خدايي سوغات دى. د کم مصرفه انټرنيټ له برکته يو کوچينى او يوازي ږغ هم ليري ځايونو ته رسېدلاى سي. هر څوک د نړۍ په هر گوټ کي چي وي د انټرنيټ په برکت سره وصلېداي سي. يو د بل له حاله خبرېږي. پښتنو ته لازمه ده چي د خپلي ژبي، تاريخ، فرهنگي ميراثونو د ساتلو په غرض له انټرنيټ څخه حد اعظم استفاده وکړي. د استاد خليل الله هاشميان يوه مقوله ده: “افغان کم خوان او مفت خوان است.” ډېره پر ځاى او ټېک خبره ده. ددې مزمني ناروغۍ د علاج لپاره انټرنيټ د ښار د عاقل طبيب په لاس جوړ سوي دارو دي. بله دا چي د سپېرې مفلسۍ او خطرناکي خونريزۍ دوا هم انټرينټ دى. د ځوان نسل ادرس هم انټرنيټ دى. هغوى يوازي په ډاټ کام خبري کوي. که چيري غواړو چي د ځوان نسل سره خبري وکړو، د هغوى سره ارتباط او څه پېژندگلوي ولرو بايد د هغوى د ډاټ کام پته ولرو.
څلرم، انلاين ليکني بايد لنډي او د امريکايانو په اصطلاح ” ټو د پوينټ” وي. مانا ژر دي مطلب وايه! په انټرنيټ کي خلک چندان اوږدې ليکني تر پايه نه گوري. د انلاين ژورناليزم څخه نيولې بيا تر تبصرو ، بلاگونو، او مکاملو پوري هر څه بايد لنډ او خلاصه وي. انلاين لوستونکي کم شى مگر ښه شى غواړي. اصلي او نوى مال غواړي.
په پاى کي، په متحده ايالاتو کي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي له انټرنيټ څخه استفاده ډېره په زړه پوري ده. د ښاغلي باراک اوباما کاميابي پدې کي ده چي ځوانان يې د انټرنيټ له لاري منظم کړل، له انټرنيت څخه يې د يوې غښتلي او موثري انتخاباتي وسلې په توگه کار واخيست. اوباما له انټرنيټ څخه داسي استفاده وکړه چي ښايي تر اوسه پوري يوه سياستوال هم نه وي کړې. هغه د انټرنيټ له لاري په ميلونهاوو ډآلره راغونډ کړل. د ښاغلي اوباما لپاره انټرنيټ د تبليغاتو د کولو او چاندو او بسپنو د راټولولو يوه نه تمامېدونکې او بډايه زېرمه ده. ښايي همدا د هغه د نهايي بري سره ډېره مرسته وکړي. جمهورريس بيل کلنټن هم له انټرنيټ څخه پراخه استفاده وکړه، خو اوباما همدا سياسي صنعت کمال ته ورسوى. که چيري اوباما انتخابات وگټي، د هغه پدې کاميابۍ کي به امريکايي ځوانانو مهم او اساسي رول لوبولى وي. اکثره ځوانان په انټرنيټ موښتي دي. نوي او عصري ځوانان د انلاين په حجروکي سياسي درس او څه زده کړي دي. دا نسل د کمپيوټر او انلاين په دنيا کي را ستر سوي دي. که څه هم، په متحده ايالاتو کي عموما د رپبليکن گوند د نوي تيکنالوژۍ په استعمال او کارولو کي لمړى گام اخلي، خو پدې انتخاباتو کي اوباما د انلاين دنيا کاملا گټلې ده. جالبه دا ده چي جان مک کېن تر ډېره وخت پوري ايميل نه لاره. د انټرنيټ سره نا اشنا دى. مک کېن د يوې بلي پېړۍ سړى دى، او ښايي همدا د هغه لويه کمزوري وي. والسلام.