کور / تازه خبرونه / هند: د چاودنو مسئوليت يوې اسلامي ډلي ومانه

هند: د چاودنو مسئوليت يوې اسلامي ډلي ومانه


د هند د آسام ايالت پوليس وايي يوې نامعلومي اسلامي ډلي د وړمي ورځي د بمي بريدونو مسئوليت ومانه.
د پوليسو په خبره د دې ډلي يوه كس ورته ټلېفون كړى چي نوم يې (د هندي مجاهدينو اسلامي ډله) په ګوته كړى دئ.
پوليس وايي په هند كي تر اوسه په دې نامه كومه ډله موجوده نه وه، ښايي دا به كومه نوې ډله وي او يا به يې دا كوم مستعار نوم ځان ته ټاكلى وي.
د اكتوبر پر دېرشمه د هند په آسام آيالت كي ۱۲ پرله پسې چاودني وسوې چي تر شلو زيات كسان يې مړه او د سلو په شاوخوا كي يې ټپيان كړل.