د قبايلي طالبانو مشر مولوي عمر چي تېره اونۍ يې د مړيني خبرونه يې خپاره سول، وايي چي دى او بيت الله مسود دواړه ژوندي دي.
مولوي عمر په يوه خپاره سوي بيان كي ويلي چي دى او بيت الله مسود جوړ تيار دي او دوى په پاكستان كي جنګ نه، بلكي امن غواړي.
د مولوي عمر په اړه تېره اونۍ نړيوالو رسنيو خبرونه خپاره كړل، چي ګواكي نوموړى د امريكايي الوتكو په بمباريو كي وژل سوى دئ.
تر مولوي عمر وړاندي د قبايلي جنګياليو د مشر بيت الله مسود په اړه هم عيني خبرونه خپاره سوي وه، خو وروسته بيا طالبانو رد كړل او د ښاغلي مسود تر مرګ!!! وروسته د هغه د دوهم واده خبرونه هم خپاره سول.