کور / تازه خبرونه / کابل:ځانمرګى دبريد ترمخه دخپلو واسکټ دچاوديدو ښکار شو

کابل:ځانمرګى دبريد ترمخه دخپلو واسکټ دچاوديدو ښکار شو

دکابل ښار دپنځمې حوزې په مربوطاتو کې نن سها ريوتن انتحار کوونکي دخپل واسکټ دچاوديدوله  امله ومړ


دامنيه قومندان مرستيال پاسوال عليشاه احمد زي وايې چې ځان مرګي بريد کوونکي دکابل دلوديځ دپغمان ولسوالۍ دعيسي خيلو دکلي اوسيدونکي وو چې په دې ورستيو کې دپاکستان څخه کابل ته راغلي وو .


جنرال احمد زي وايې چې نوموړي دپنځمې حوزې اړوند دقرغې دعربانو دکلي اړوند سيمه کې دباغونه څنګ ته پوه يوه چارديوال کې ځان اوزلى دي چې يوا زې دبدن ټوټي يي پرتي دي اوڅه  اسناد هم ترې ترلاسه شوي دي .


هغه وويل چې په ترلاسه شويو اسنادو کې معلوميږي چېنوموړي محمد علم نوميږي اودبغمان دعيسي خيلو اوسيدونکي د .


هغه وويل چې له ده سره دپاکستان دهغه مدرسي کار ت هم موجود دي په کومه کې يې چې زده کړې کولې .


نومړي وويل چې د ځان مرګي بريد کوونکي جسد يې دهغه پلار ته تسليم کړي دي اوپلار يې ورته ويلي چې زو ي يې په پاکستان کې په ويه ديني مدرسه کې زده کړې  کولې اوپه دې وروستيو کې رخصتي راغلى وو .


کابل ښار په دې وروستيو کې نا امنيو زور اخيستي دي ،


تيره ورځ په دې ښا رکې يوځان وژونکي داطلاعات اوکلتور په وزارت بريد وکړ اونيږدې ٢٣ تنوته يې مرګ ژوبله واړوله .