د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالیو کې څلور پروژې بشپړې او ۲۳۲۳ زیانمو کورنیو باندې ۲۱ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
دمیدان وردګ ولایت په مرکزي بهسودو او حصه اول بهسودو ولسوالیو کې څلور بېلابېلې پروژې د (۷۹۸۳۰۰)$ډالرو او ۲۷ لکو افغانیو په لګښت په مرکزي بهسودوکې دقوماندانۍ ودانۍ دولایتي بیارغاونې ټیم په مرسته،او سربند منځنی ښونځی د ملی پیوستون د پروګرام له مخې او حصه اول بهسودو کې د استقلال د انجونو دلیسې ودانۍ او چلیم جای ښونځی د ولایتی بیارغاونې ټیم په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو شوی، په دغو جوړو شوو مراسمو کې د میدان وردګ والي محمد حلیم فدايي،په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت استازو، ولایتي شورا غړو او نورو دولتي ادارو ریسانو ګډون کړې وه ، غونډې ته دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدايی ویناوې وکړي او برخوالو ته یې د پوهنې په ارزښت رڼا واچوله او هم خلکو ته یې ددوۍ دستونزو د حل په اړه د یومنظم پلان له مخې معلومات ورکړل تر څو په راتلوونکې کې د میشتو خلکو ستونزې حل شي او یو ښه راتلوونکې ولري، میشتو هزاره ورونو د ولایت دمقام د راتګ څخه زیاته د درې ورځن سفرڅخه خوښې وښودله او هم یې د منتخب حکومت څخه د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
همدارنګه د هزاره ورونو او کوچیانو ترمنځ د جنګ له امله چې کومې پیښې رامنتځه شوې وی د زیانمنو کورنیو سره د افغانستان د اسلامي جمهور رییس دفرمان له مخې (۲۱) میلیونه افغانۍ په ۲۳۲۳ کورنیو د یوټاکل شوې کمیسیون له مخې ووېشل شوي، د ښاغلي فدايی لخوا هم ددې ولایت دترا نو ګروپونو او د پوهنې استادانو سره د نقدي پیسو مرسته وشوه.