لا تراوسه کره شمېره په لاس کې نشته ولې د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري منلې چې پدی ځانمرګي برید کې پنځه تنه وژل شوي او ګڼ ټپیان شوي دي. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددی برید مسولیت په غاړه اخېستی او رسنیو ته یې ویلي دا ځانمرګی برید د نقیب الله په نوم یوه طالب ترسره کړی ، مجاهد ویلي دغه برید ته یې دری ځانمرګي تیار کړي وو دوه یې تښتېدلي. د رپورټونو له مخې ځانمرګی د وزارت په لومړي پوړ کې شوی ، د وزارت ښېښې او ودانۍ ته یې زیات زیان رسولی. د وروستیو رپورټونو له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم ته پدی چاودنه کې هېڅ زیان ندی رسېدلی، هغه او د وزارت لوړ پوړي چارواکي یې روغ رمټ دي. تازه خبر دا دی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخ ته ځانمرګی برید شوی، سېمه ټوله د پولیسو له خوا محاصره ده، ځېنو عیني شاهدانو لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دوه ځانمرګي ولېدل شول چې غوښته یې وزارت ته ورننوځي، دغو عیني شاهدانو دا وویل چې یوه ځانمرګي ځان والوزاوه او بل د وزارت ودانۍ ته ننوت چې د پولیسو له خوا نېول شوی دی. تر اوسه زیات جزئیات نشته ، ګړی په ګړۍ به مو خبر کړو.