یاهو نیوز د فرانس پریس په حواله لیکی چی حامد کرزي په کابل کی د ښځو یوې لویی غونډی ته د وینا پر مهال اعتراف وکړ چی موږ افغانستان ته د امنیت په راوړلو کی ناکامه سوي یو . ده وویل چی امنیت په ۲۰۰۱ کی د طالبانو د بېواکه کولو راهیسی نور هم خراب سوی دی . ده وویل چی « د هېواد تر ټولو مهمه غوښتنه امنیت و ، چی موږ را نه وړ . هغه آن تر پخوا هم خراب سو . . . زموږ سړکونه ژغورلي نه دي ، تاسو کندهار ته نه سی تلای ، هرات ته نسی تلای . تاسی د کابل څخه پکتیا ته نه سی تلای . » کرزي زیاته کړه چی « کله چی موږ راغلو ژوند ښه و ، خو اوس هغه سم نه دی . موږ یو داسی هېواد یو چی تر اوسه هم په درد او مصیبت کی ډوب یو . » څېړونکی وایی چی د کرزي د دې اعترافاتو هدف د ځان د بې کفایتۍ تر څنګ پر ناټو او لویدیځ هم غیر مستقیم ګوزار و چی په دې نا امنی کی د هغوی اشتباه ګانی هم دخیلی دي .