د اروپايي اتحاديې د خارجه چارو كميشنر وايي كه پاكستان د زلزله ځپلو سيمو دپاره د هر راز مرستو غوښتنه وكړي اروپايي اتحاديه به يې لاسنيوى وكړي.
دا په داسي حال كي ده چي د بلوچستان ايالتي حكومت له سعودي او عرب متحده اماراتو څخه په رسمي توګه د مرستو غوښتنه كړې ده.
د اروپايي اتحادې د بهرنيو چارو مسول د بلوچستان ايالت له زلزله ځپلو كسانو سره خواخوږي څرګنده كړه او د هر راز مرستو ټټر يې وډباوه.
تېره شپه د بلوچستان ايالت په زيارت، پښين، لورلايي، ږوب او يو نيم نورو سيمو كي زلزلې تر ۱۵۰ زيات كسان ووژل او په سوونو كورونه يې تباه كړل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه