د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان دا ګیله راغستې چې رسنۍ د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ناسم راپورونه ورکوي.
په ورځپاڼه کې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځباڼې د یو رپورټ په استناد لیکل شوي چې امریکا په قبایلي سیمو کې خپله ستراتیژی بدله کړ ده.
په ورځپاڼه کې د امن د جرګګۍ په اړه په یو مطلب کې چې په اسلام اباد کې روانه ده د ډاکټر فارو وردګ په حواله لیکل شوي چې له طالبانو سره باید خبرې وشي او ددې کار لپاره هغوې لومړې د وسلې ایښودلو ته اړ کړاې شي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د کابینې د تیرې ورځې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې پدې غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژۍ د کار د ګړندي کولو سپارښتنه وکړه.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې په هیواد کې د امنیت ټیبنګښت د ولسوالیو په پیاوړې کولو پورې تړاو لري.
په ورځپاڼه کې د هیواد د قضايې چارو په اړه هم تبصره شوې او لیکل شویدي چې ددغو چارو ښه سمون او شفافیتد خلکو ستره غوښتنه ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان جنګ دیر پیچلې او جدي شوې دې.
په ورځپاڼه کې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو دا برخه هم راغستل شوې چې افغانستان د نورو سرتیرو استول د بحران د حل لاره نده.
ورځپاڼې په یو مطلب کې هغو خنډونو ته هم کتنه کړې چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په وړاندې پرتې دي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د ډي ایچ ایل په دفتر وروستۍ حملې ته په اشارې لیکلي دي چې خصوصي امنیتي کمپنۍ هم د باور وړ ندي.
په ورځپاڼه کې په اسلام اباد کې د امن د ګډۍ جرګګۍ د غړو دا پریکړه هم راغستل شوې چې ویلي دي له طالبانو سره خبرې کوي.
په ورځپاڼه کې د انتخاباتو لپاره د راې ورکوونکو د نوم لیکنې په روان بهیر هم تبصره شوې او لیکل شوي دي چې دا بهیر ډیر پڅ په مخ روان دې.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو څیړنیز مطلب کې د عراق صدراعظم او افغان ولس مشر پخپله کې مقایسه کړیدي او لیکلي دي چې مالکي بریالې او کرزې ناکامه ثابت شویدي.
په ورخپاڼه کې د دیموکراسۍ د پراختیا د نړیوال سازمان په نقل لیکل شویدي چې په افغانستان کې لویدیځه دیموکراسۍ باید پلې نشي.
ورځپاڼې د امن د ګډې جرګګۍ په اړه په یو مطلب کې د ولسي جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي که چیرې د جرګې غړي جدي کار وکړي نو کولې شي ځانګړې اغیزه ولري.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د کوکنارو او د نشه يې توکو د تولید په خلاف روانې مبارزې ته کتنه کړې او لیکلي دي چې دا مبارزه نوې ستراتیژۍ ته اړتیا لري.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د ځوانانو د بې کارۍ په ستونزې تبصره کړې او دې مسلې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امن جرګګۍ پرانستلو ته په اشارې د ولسي جرګې دا غوښتنه راغستې چې دا جرګګۍ باید د تښتول شوي افغان سفیر د خوشې کولو لپاره هڅه وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د امن په ګدې جرګې تبصره کړې او هغه يې په هوا کې څوک وهل بللې دي.
په ورځپاڼه کې د سړي تښتونې پیښو ته په اشارې دا هم لیکل شویدي چې عاطفي چلند د هیواد قضايې سیسټم کمزورې کوي.