د امريکا دفاع وزيرپه خوست کي لومړي ميشتو ايساف ځواکونو په اډه صحراباغ کې د ايساف پوځي عسکرو څخه ليدنه وکړه وروسته نوموړی دخوست والي ارسلاجمال اونورو دولتي چارواکو سره يوځای په عليشرو ولسوالي کې په يوه قومي غونډه کې برخه واخيسته .
رابرت د لراوبر خبريال د دې پوښتني په ځواب کې چې له کابل وروسته ولی خوست ته راغي وويل(( په سيمه کې د خوست ستراتيژيک اهميت، ښه او ډاډمن امنيت ، په لوړه کچه په خوست کې د بيارغونې کارونه پيليدل اوهمدارنګه د دولت او خلکو ترمنځ همغږي هغه څه دي چې موږ يې پدې مجبور کړي يو چې د خوست څخه ليدنه وکړو.
رابرټ دا هم وويل چې خو ست په راتلونکي کې دسيمې يو ترټولو لوي مهيم او په پوځي ځواک سمبال ولايت وي .
خو خوست ته د رابرټ راتګ ځيني کسان لدې وجهې بولي چې خوست دډيورنډ ها غاړه شمالي وزير ستان ته نږدې پورت ولايت دی چر ته چې ويل کيږي د القاعدې فعال مرکزونه شتون لري
په تيرو څومياشتو کې دا څلورم لوړپوړی چارواکې دی چې له خوست څخه ليدنه کوي او دخوست په ستراتيژيک اهميت خبري کوي .