د امريكا جمهوري رياست ته ديموكرات كانديد باراك اوباما وايي امريكا ته د يوه نوي سياست غوره كول ضرور دي، او كه ولس په خپلو رايو سپيني ماڼۍ ته دننه كړ، نه يوازي امريكا بلكي دنيا به هم بدله كړي.
باراك اوباما چي د نيويډا ايالت په لاس ويګاس ښار كي يې د انتخاباتي كمپاين يوې غونډي ته وينا كول، پر متوسطو مامورينو او كاركوونكو د ټكسونو كمول خپل لومړى هدف په ګوته كړ.
اوباما له امريكايانو سره ژمنه وكړه، چي هر امريكايي ته به د لوړو زدكړو زمينه برابروي او داسي حكومت به جوړو چي امير او مامور، خان او غريب، ماشوم او سپين ږيرى ټول پكښي شامل وي.