ويل كيږي چې د شورويانو له يرغل نه وړاندې افغانانو ډېر معنوي خاصيتونه درلودل. همت يې درلود. غيرت، وفا او له وطن سره بې كچه مينه يې درلوده!
خو لكه انقلاب چې زموږ مادي ژوند راخراب كړ همدغسې يې معنوي او كلتوري ارزښتونه:له وطن سره مينه، غيرت، پت پالنه او نورې معنوي پديدې هم زيانمنې كړې.
ډېرو افغانانو خپل ټول ژوند پيسې ته وقف كړ او د ځينو احمقانو په څېر يې ژوند يواځې په ښۀ خوراك او څښاك پورې محدود كړ. همداشان د پيسو د ګټې لپاره يې چې كومه لاره وليده بس پر هغې روان شو. هان چې د پيسو او مادې لپاره يې دين، ايمان او هر څه وپلورل او لا پلوري يې!
څوك دې پر دې هيڅ خوا نه بدوي، په دې معنويت پلورنه كې زموږ تاجكان له هر بل افغاني ټبر نه مخكې ول او لا دي! كله چې د تېرو نظامونو له لاسه افغانان اړ شول، چې هېواد پرېږدي نو دغو خلكو اروپا او امريكا ته د تګ لپاره ځينې داسې لارې خپلې كړې، چې په اورېدلو او خبرېدلو يې د سړي وېښته نېغ، نېغ دريږي! له همدې امله د هېواد ډېركى پښتانه په اروپا او امريكا كې لږ، او لږكى تاجك په اروپا او امريكا كې ډېر دي!
په هر صورت چې پخوا افغانان اروپا ته څنګه ولاړل او څنګه يې ځانونو ته كېسونه او دوسيې جوړې كړې هغه اوږدې قيصې دي. په هغې پسې اوس نه ګرځو!
لكه څنګه چې اوس په افغانستان كې د بهر ته تلو او مېشتېدو چانسونه نظر وپخوا ته لږدي، نو يو شمېر وګړي د ژورنالسټانو په جامو كې ارمان لري چې ځان اروپا او امريكا ته وباسي. په دې وړ خلكو كې هم تاجك توكمي ډېر دي!
دمګړۍ چې په هېواد كې د مطبوعاتو بازار ښۀ ګرم دى او په هېوادني او نړيواله كچه ډېر پلويان لري. دغه ژورنالسټان امريكا او اروپا ته د تګ په ارمان د هېواد په مشهورو اشخاصو بېلابېلې ټاپې لګوي. بدناموي يې! سپكوي يې! او ناوړه تبليغات ور پسې كوي!
دوى غواړي چې د ځان لپاره دوسيې جوړې كړي. او نړيوالو ته وښيي، چې ګواكې په هېواد كې له ګواښ سره مخامخ دي او په بهرنۍ نړۍ كې پنا ته اړتيا لري!
په راتلونكيو ليكو كې به د هغو ژورنالسټانو يادونه وكړم، چې د اروپا او امريكا ارمان لري يې!
په دې ډله كې يو هم د ستمي ډلې غړى، پخوانى پرچمى او داېران ګوډاګى او جاسوس رزاق مامون دى. دۀ په دې وروستيو كې د ډاكټر نجيب الله د وژنې په اړه يو كتاب ليكلى چې په هغې كې يې په پښتنې سياسي څېرې: غرزي خواخوږي تورونه لګولي چې ګواكې ډاكټر نجيب الله يې وژلى دى. په هر حال د روان ميلادي كال د سپټمبر په لومړۍ نېټه له انګريزي ورځپاڼې كابل پرېس سره په مركه كې ويلي، چې ګواكې دى د حقايقو د بيانولو له امله له ځينو خپرونو نه شړل شوى او په هېواد كې يې څوك په دنده نه ګماري!
ددغه اخبار په لوستو دومره حيران شوم، چې نوموړى خو د اخلاقي فساد له كبله له دندې شړل شوى خو اوس يې ځانته د حقايقو اتل ويلى دى. ځكه دۀ د طلوع ټلوېزيون له يوې خبريالې ظهرا موسوي سره ناجايز اړيكي درلودل.
د اريانا ټلوېزيون د حقيقت خپرونې چلوونكي احمد فياض چې ژورنالسټك اصولو پرخلاف يې خپرونې جوړولې هم په دې وروستيو كې د سارا په نامه ديوې مېرمنې په مرسته امريكا ته بيول كيږي او له ځينو خپرونو سره يې ياده كړې چې ګواكې په هېواد كې له ګواښ سره مخامخ دى.
همداشان د متحدې جبهې يوتن وياند ښاغلى بېژن له كورنۍ سره هندوستان ته تللى او په دې هڅو كې دى، چې ځانته له دغه ځايه د ګواښ په نامه د امريكا او يا اروپا تګ زمينه مساعده كړي.
همداراز يو شمېر نور ژورنالسټان لكه ميرعلي اصغر او محمد امين حقجو(دملي ټلوېزيون خبريالان)، محمد حكيم نظري پرياني( دپيمان ورځپاڼې اېډېټر)، مبارك شاه شاهرام(د طلوع خبريال)، سيد نصير تقدسي(داميدفردا مسوول مدير) او نور په دې هڅو كې دي،چې د ژورنالېزم په مټ خپل ځانونه امريكا او اروپا ته ورسوي او له دې پاك مسلك نه ناوړه ګټه پورته كړي.
دا په افغانستان كې د ژورنالېزم لپاره يوه غميزه او توره څپېړه ده.چې د ځينو افغانو خو بې افغانيته ژورنالسټانو لخوا دغه مقدس مسلك ته وركول كيږي او كه دا لړۍ همداسې دوام ومومي نو لرې نده، چې افغان ژورنالسټان او ژورنالېزم به په نړيواله سطحه خپل اهميت او ماهيت له وركړي!
ياداښت:
د اروپا او امريكا د ارمانجنو ژورنالسټانو نومونه او لا تفصيل دلته ليدلاى شئ:
http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article2180