وسله وال طالبان وايي، چې د پكتيكا ولايت په سر روضه ولسوالۍ كې يې د ناټو په پوځي كتار پسې بمي چاودنه كړې او د هغوى څلور تنه سرتيري يې وژلي دي.
په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر چاودنه مني، خو وايي، چې سرتېرو ته يې زيان نه دى اوښتى.
طالبانو په همدې ولسوالۍ كې د دوو بار وړونكو لويو موټرونو د سوځولو خبر هم وركړى، خو تر اوسه پرې ځايي حكومتي چارواكو څه نه دي ويلي.
بل خوا ناټو ځواكونه وايي، چې د نوموړي ولايت په زېړوك ولسوالۍ كې يې د وسله والو طالبانو مركزونه په نښه كړي، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې په دې وروستيو ورځو كې د پكتيكا په بېلابېلو سيمو كې د چاودنو او بريدونو پېښې زياتې شوې دي.