کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دفاتحي يو ټغر لا نه وټول چي بل يي وغوړاوه

دفاتحي يو ټغر لا نه وټول چي بل يي وغوړاوه

دهلمندولايت دنادعلي ولسوالۍ د۲۷تنوولسي وګړواودكندهارپه ميوندولسوالۍ كي دديرشوتنوځوانوكاريګرو دغم ټغرلانه وټول چي تيره ورځ بيادبادغيس په غورماچ كي دسلوتنونوروغم ځپلوافغانانودمرګ ژوبلي خبرخپورسو.

له كابله خپريدونكي ارادي ورځپاڼي په خپله شنبنۍ ګڼه كي ديوي پښتوانټرنيټ پاڼي (تاند) په حواله په غټوتوروتردي سرليك لاندي (په بادغيس كي سل تنه ملكيان مړه اوژوبل سول) په دي اړه يوراپورخپوركړي .

راپوركي راغلي چي  ګوندي په بمباركي دبادغيس دغورماچ ولسوالي نهه كلي وران سوي ، څلويښت تنه بيګناه انسانان وژل سوي اودشپيتوپه شاوخواكي نورټپيان دي .

دنړيوالوځواكونوپه هوايي بمباريوكي دولسي كسانومرګ ژوبله اوس داسي موضوع ګرځيدلي چي  په مياشت كي يي  يوځل خامخا دهيواد له يوه كونجه خبروركول كيږي .

هركله چي داسي يوه فاجعه رامنځته كيږي نودخلګوددلاساه كولولپاره يي يوازي حكومت دونه كوي چي كميسون وټاكي ترڅوموضوع وڅيړي .

دكميسون لوي كارداوي چي دقربانيانوهغه شميره چي خپلواكوسرچينوتائيدكړي وي كمه وښيي اوپاي دپيښي په اړه ياخوبخښنه وغوښتل سي اويايي هم دتشي تيروتني په بللوسره كمبله ټوله كړي .

څه وخت مخكي دهرات په شنډنډولسوالي كي په يوه ورته پيښه كي شاوخواسل تنه وژل سوي وچي ددولتي كميسون ترڅيړنووروسته يوازي دونه وسول چي حكومت داردودوه تنه افسران له كاره ليري كړل .

دروان لمريزكال دتلي پر۲۶د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كي بهرنيوالوتكوبمباروكړ چي دځايي خلګوپروينا دروتنوميرمنواودروماشومانوپه ګډون پكښي ۲۷ تنه ووژل سول خوحكومتي كميسون بياترخپلوتحقيقاتووروسته يوازي د۱۸تنودوژل كيدوپه منلواوله خلګودبخښي په غوښتلوسره مسئله ختمه كړه .

په افغانستان کې دملکي زيانونو مسئله اوس په يوې حساسې موضوع اوښتې. ددغې ستونزې له کبله پر افغان دولت او دهغه پر نړيوالو ملگرو نيوکې زياتې سوې اودعاموخلګوپه منځ كي يي دهغوي باورته لوي زيان اړولي دى.

د۱۳۸۶كال دوري په ۲۸دبشري حقونودڅارنړيوال سازمان په ۱۶۶مخيزراپوركي دامريكايي اوناټوپه عملياتوكي دټول ټال ۳۲۰ولسي وګړودوژل كيدوخبروركړي وو.

خود۲۰۰۷ميلادي كال دپاي پرمهال دملګروملتونوسرمنشي بان كي مون ډاګيزه كړه چي په تيريوه كال كي په افغانستان كي اته زره عام ولسي وګړي په بمباريو، ځمكنيوعملياتو، چاودونو، دسړك دغاړي په بمي بريدونواوځانمرګي بريدونوكي وژل سوي دي .

په دوه زره اتم كال كي تراوسه دملكي مرګ ژوبلي شميره تردووزرواوښتي چي  ددغوتلفاتوسم نيمي دبهرنيوځواكونوپه نامنظموعملياتواوبي بندوباره هوايي بمباريوكي رامنځته سوي  .

دملګروملتونودشميري له مخي يوازي په تير اګست مياشت كي ۳۳۰ عام افغانا ن په بريدونو او چاودنو کې وژل شويدي، چې دا د طالبانو له ماتې وروسته ديوې مياشتې په لړ کې د ملکي مرگ ژوبلې تر ټولو لوړه شميره ده.

همداوس مل‍گرو ملتونو په خپل يوه تازه رپوټ کې په افغانستان کې د ملکي زيانونو د لوړيدا خبر ورکړى دى. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ددغه رپوټ پر بنسټ د تير کال په پرتله دملکي وگړو په مړينه کې څلويښت په سلو کې لوړوالى راغلى.

دبهرنيوځواكونوخپلسره عمليات، دحكومتي اونړيوالوځواكونوترمنځ دهمږغي نشتوالى،دبريدپرمهال دډيرزوراودرنووسلوكارول، له ملكي ميشتوسيموڅخه دطالبانوبريدونه اوپه جګړه كي دښكيلوغاړوله لوري دجنګي قوانينونه مراعت په ټوله كي هغه لاملونه دي چي ولسي وګړودمرګ ژوبلي كچه يي ډيره كړي.

دشنونکو په باور،په افغانستان كي دملكي وګړودمرګ ژوبلي شميرهغه مهال راټيټي داي سي چي د بهرنيو ځواكونو له خپلسره اوبي بندوباره عملياتومخنيوي وسي ، هوايي عمليات كم سي ، يوه هراړخيزه ستراتيژي رامنځته سي اودجګړي دقوانينوسرغړونكي محكمي ته كش كړل سي .