په افغانستان كې د اختناق دورې پاى موندلى، دا د بيان د ازادۍ، د ټولنيزې بېدارۍ او د سياست وخت دى، دلته هغه څوك به ميدان ګټي چې د الله ج د سپېڅلې لارې مبارز او د هغه د بنده ګانو صادق خدمتګار وي. افغان ولس اوس هغه ړوند ولس نه دى چې هر څوك دې پرې ترې د بادرنګ په نوم تېرې كا. دې ولس ته اوس تور، تور او سپين، سپين دي.
دېرش كاله وشو چې دغه ولس په جګړې او سياست بوخت دى او په دغه اكاډمي كې اوس پاخه تابه ته رسېدلى او كه څوك ګومان كوي چې د تېرې دورې په څېر د ولس د جهاد ثمره به څو خاينان او بهرني نوكران خپله كړي، بايد پوه شي چې اشتباه كوي.
په دې وروستيو كې د طالبانو له خوا د ولسي وګړو مرګ ژوبله، د قومي مشرانو او ښوونكو وژنه، د ښوونځيو سوځونه، د لارو، پلونو او سړكونو ورانونه او په لسګونه نورې فجايع زياتې شوې دي، دغو غيرشرعي او شيطاني كړنو نه يوازې دا چې د ولس غوسه راپارولې، بلكې ولس ته يې شكونه پيدا كړي چې ګوندې اوسني طالبان لكه هغه پخواني نه دي او مشران يې پر دوى واك او ولكه نه لري.
د كوچني اختر په اړه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد د مباركۍ په پيام كې ويل شوي وو چې طالبان بايد د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې، د قومي مشرانو او ښوونكو له وژلو او مجرمينو ته سر د پرې كولو له جزا څخه لاس په سر شي. دا په داسې حال كې دي چې يوازې تېره اونۍ طالبانو په سويل لويديځه حوزه كې 40 تنه عام وګړي چې ويل كيږي ايران ته د مزدورۍ له پاره تلل، له يو موټر څخه ښكته او بيا وروسته يې په شنيع ډول ووژل او له ځينو يې سرونه پرې كړل. په پكتيكا او يو شمېر نورو ولايتونو كې په لسګونه ولسي وګړي په لارو او سړكونو كې د هغو ښخ شويو ماينونو له امله ووژل شول چې معمولاً د طالبانو له خوا ښخېږي. د قومي مشرانو او ښوونكو د وژلو پېښې هم هره ورځ تكرارېږي.
د طالبانو وياندويان يوازې د خپلو هغو كړنو او پېښو مسووليت پر غاړه اخلي چې د دوى په ګټه تبليغاتي ارزښت ولري او د هغو پېښو مسووليت بيا نه مني او يا ترې په څنګ تېرېږي چې د دوى پر ضد تبليغاتي ارزښت لري او بيا د داسې پېښو پړه زياتره پر غلو اچوي. يا په بله وينا كه د طالبانو غشى په هدف ولګېد، نو د دوى دى او كه غشى يې خطا ولاړ، نو هغه بيا د غلو دى، خو دا څه بيا ولس ته د منلو وړ نه دي او ولس له طالبانو او د دولت له نورو مخالفينو څخه مسوولانه چلن غواړي او له دوى څخه غواړي چې د ناوړو پېښو مسوولين او مجرمان كه هغه غله وي او كه طالبان د عدالت منګولو ته وسپاري.
د طالبانو تر واك لاندې سيمه كې چې هره كړنه تر سره كيږي او يا هره پېښه رامنځته كيږي، مسووليت يې طالبانو ته ګرځي او په دې سره د طالبانو مسووليت نه منتفي كېږي چې ووايي دغه عمل دوى نه بلكې غلو ترسره كړى دى، كه نوموړى عمل غلو هم ترسره كړى وي بايد د طالبانو له خوا ونيول او په سزا ورسول شي.
بل پلو د قيادت د مشروعيت شرط، د واك تمثيل دى او كوم قيادت چې د واك د تمثيلولو وړتيا نه لري د هغه مشروعيت هم له منځه ځي.
په هر صورت، په پورتنيو مواردو كې، كه شرعي هم وګڼل شي د طالبانو د مشر امر نقض شوى او د مشرتابه د
امر نقضول خپله جرم او د سزا وړ عمل دى.
كه فرض شي چې قيادت د حالاتو د ترينګلتيا او يا فساد له امله د واك د تمثيل او پلي كېدو وړتيا ونه لري، نو قيادت خپل مشروعيت له لاسه وركوي او په داسې حالاتو كې چې ولس له يوې خوا له بلا ستونزو او د دښمن له سختو ګواښونو او له بلې خوا له فساد او د قيادت له نيمګړتياو او تشې سره لاس او ګرېوان وي، نو ولس ته تر ټولو لومړى كار د فساد پر ضد جهاد او د شرعي او پياوړي قيادت رامنځته كول دي.
د طالبانو د قيادت د مخكينې، ځينو كړنو او څرنګوالي په اړه له پخوا نه هم شكونه او ګومانونه زيات وو او كه بيا هم د ولس پر ضد كړنې څه نېغ په نېغه د طالبانو له خوا او يا څه د طالبانو په جامه كې د بل چا له خوا نه تر سره كيږي او پر ضد يې د طالبانو له خوا اقدام نه كيږي او د ابهام په پرده كې پاتې كيږي، نو دا څه به د طالبانو د هويت او مشروعيت په اړه ګومانونه او شكونه نور هم زيات كړي او له طالبانو نه د ولس د ملاتړ مخه به ونيسي او په راتلونكې كې به طالبان له سختو ننګونو سره مخامخ كړي.
دا سمه ده چې په جګړه كې تېروتنه وي، خو د تېروتنې چاره بيا جرم پټول نه بلكې له ولس څخه د تېروتنې په اړه د بښنې غوښتل او د مجرمينو په سزا رسول وي.
د سياسي شنونكو په اند په دې وروستيو كې د طالبانو په ليكو كې فساد زيات شوى او دغه ډله يې شديداً د مشروعيت له بحران سره مخ كړې ده. د دوى په وينا لاندې موارد هغه فكتورونه دي چې د طالبانو مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوستى دى:
_د طالبانو په ليكو كې د بهرنيانو امرانه، يرغليز او واكمن شتون. د شواهدو له مخې د طالبانو په ليكو كې په دې وروستيو كې د پاكستانيانو، عربانو، چينايانو او نورو شتون زيات شوى او د ځينو چارو واګي د افغان طالبانو له لاسه وتلي دي.
_د طالبانو په ليكو كې د افغان ولس د دښمنانو او بهرنيو جاسوسانو ډېرېدل او د دوى د ناوړه كړنو د مخې نه نيول كېدل. د ميوند په ولسوالۍ كې ايران ته د تلونكو مساپرو په وژلو كې ويل كيږي چې د كورنيو او يا بهرنيو جاسوسانو لاس وو. د دې پېښې لامل دا په ګوته كيږي چې طالبان له افغان دولت سره دا مهال د سولې په خبرو او جوړجاړي لګيا دي، هغه كورنۍ او بهرنۍ كړۍ چې د دغو خبرو او جوړجاړي مخالف دي كېداى شي د دغه پېښې تر شا لاس ولري او دغه پېښه د طالبانو په جامه كې د يو جاسوس له خوا ترسره شوې وي او په دې سره د دې هڅه شوې وي چې د سولې د خبرو پر مهال له طالبانو څخه يو بد انځور وړاندې او په هېواد كې د سولې او جوړجاړي او هم واك كې د طالبانو د ورګډېدو مخه ونيسي.
_په تصميم نيولو كې د طالبانو او ولس بې برخې توب. استخباراتي شواهد دا په ګوته كوي چې په افغانستان كې د سياست، د جګړې د ستراتيژۍ، تكتيك، لوژيستيكي اسانتياو او نورو مهمو مسالو په اړه طالبان نه بلكې د دوى بهرني ملاتړي تصميم نيسي او د دوى خپلواكي يې تر زياتې كچې محدوده كړې ده.
_د ولس په وړاندې د قيادت د يوې ښكاره ژمنې نه شتون. د بيعت لومړنى شرط د متقابلې ژمنې شتون دى.
قايد يا قيادت بايد له خپل رعيت او تابعينو سره خپله ژمنه په ښكاره او رڼو الفاظو كې او يا د يوې عملي كړنلارې او يا پلان په ترڅ كې وړاندې او هم ولس ته عملاً د دې تضمين وركړي او په ګوته كړي چې خپلې ژمنې به څرنګه پلې كوي.
د طالبانو د قيادت له خوا تر اوسه داسې كومه لايحه او يا برنامه نه ده وړاندې شوې، چې خپله ژمنه يې په كې ولس ته وړاندې كړې وي او يا ولس يې په دې قانع كړى وي چې د دوى دغه كړنلار عملاً د پلې كېدو وړتيا لري. يا په بله وينا دوى د هېواد له پاره كومه ستراتيژي نه لري.
د شرعي نصوصو له مخې كله چې قيادت د ټولو مسلمانانو له ملاتړ څخه برخمن نه وي او ټول رعيت ورته بيعت نه وي كړى، نوموړى قيادت له يوې خوا مشروع نه بلل كيږي او له بل پلوه نا مشروع قيادت پراخ اجرايوي صلاحيت نه لري، هغه هم په هغو مسلمانانو چې بيعت يې ورته نه وي كړى.
افغانان څو_څو ځله د قيادت د فساد له امله د هېواد د دښمنانو او كافرانو له توطيو او نيواك سره مخ شوي، شايد دا وار ونه غواړي چې په ړنده توګه د يو چا بعيت او قيادت ته غاړه كېږدي او د يوې بلا نه په خلاصېدو سره په بله بلا كې بند پاتې شي.
افغانانو تېر مهال د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال د يو شمېر تنظيمي قوماندانانو او رهبرانو قيادت ته په پټو سترګو غاړه كېښوده، خو چې كله شورويان مات او د كابل كمونيستي اداره ړنګه شوه، بيا همدغه رهبران او قوماندانان له روسيې او كمونستانو سره تر غاړې وتل او كومې وعدې چې افغان ولس ته يې د اسلامي دولت د جوړولو، د خلكو د چوپړ او د شريعت د پلي كولو په اړه وركړې وې هېرې شوې او د څوكۍ د ترلاسه كولو او ځان د شتمنولو له پاره په سيالۍ كې كېوتل او ان په دې يې هم صرفه ونه كړه له امريكايانو يې بډې واخيستې او هېواد يې دوى ته په ولكه كې وركړ، چې اوس پرې د څلوېښتو هېوادونو انډوخر جوړ دى او هره ورځ په كې په لسګونه كسان د دوى د ظلم قرباني كيږي.
همدا راز طالبانو واك ته تر رسېدو مخكې د راډيو ګانو له لارې ويل چې دوى په پام كې نه لري چې پر څوكيو خېټې واچوي، دوى د ناامنۍ او فساد د وركولو او كار اهل ته د سپارلو له پاره مټې رانغاړلي دي، خو د واك ترلاسه كولو وروسته يې بيا پر څوكيو خېټې واچولې، ښځې يې له كاره ګوښه او نجونې يې له ښوونځيو منعه كړې. نه يې جګړه پاى ته ورسولى شوه، نه يې په ټول هېواد كې سوله ټينګه كړاى شوه، نه له نړۍ سره يې سازښت وكړاى شو او نه يې د ولس غوښتنو او مشورو ته غاړه كېښوده او په پاى كې د يو جنګي مجرم نه په ملاتړ ټول هېواد د څلوېښتو مستكبرينو جګړې ته وسپاره.
_د ولسي وګړو پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه د ډكو اعمالو تر سره كول او د ظلم لاملېدل. د طالبانو قوماندانان له كليو او ولسي وګړو له كورونو څخه د دوى د خوښې پر خلاف د خپلو مخالفينو پر ضد جګړه پر مخ بيايي، هر څوك چې وغواړي په خپلسرانه ډول يې وژني چې زياتره په كې د شخصي تربګنيو غرضونه مطرح وي، د خلكو لارې نيسي او د موټرو سورلۍ لوټوي، ښوونكي او زده كوونكي وژني او په لسګونه نور ظلمونه ترسره كوي. چې يوه بېلګه يې د كندهارپه ميوند ولسوالۍ كې د 40 تنو د مسافرانو وژنه ده چې ويل كيږي د ختيځو ولايتونو څخه ايران ته د مزدورۍ له پاره روان وو او طالبان بيا وايي چې دوى د ملي اردو عسكر ول چې د هلمند والي په غوښتنه د هغه د ملاتړ له پاره هلمند ته روان وو. سره له دې چې دوى وايي د وژل شويو كسانو په اړه شواهد لري خو دا شواهد يې تراوسه نه دي وړاندې كړي. قضا په اسلام كې يو له مهمو كارونو څخه ده زياتې مسلكي پوهې ته اړتيا لري او د طالبانو قوماندانان يا د هغوى عام جنګيالي دومره پوهه نه لري چې د دغه دندې اهليت او مشروعيت دې ولري. عيني شاهدان وايي چې زياتره داسې وژنې له ټلېفوني خبرو وروسته د پردويو په غوښتنه ترسره كيږي.
ظلم او تېرى د جهاد د فرضياتو له مواردو څخه دي او په ظلم او تېري سره د مجاهدينو جهاد فاسديږي.
_د يوې نا تعريف شوې تګلارې په لړ كې د جګړې پر مخ بيول او د هېواد له پاره د ستراتيژۍ نه شتون. په داسې يوې تګلارې چې په هغه كې نه د افغانستان ستراتيژيكي ګټې تعريف كېداى شي او نه كوم اسلامي سياست.
د طالبانو اقتصادي ستراتيژي څرګنده نه ده، نه وايي چې اقتصادي ګټې يې څه دي، يوازې په دې بسنه كوي چې له هېواد څخه د بهرنيانو د وېستلو او د شرعي نظام د ټينګولو له پاره جنګيږي. له يوه سره د افغانستان د زيربنا د سټې په وېستلو لګيا دي، ښوونځي او نور ټولګټې موسسات ويجاړوي او دا نه وايي چې ښوونځي او ټولګټې تاسيسات د دوى په اقتصادي ستراتيژۍ كې كوم ځاى لري.
په داسې حال كې چې پر افغانستان د منځنۍ اسيا د تېلو پر سر د سيمې د هېوادونو او سترو صنعتي هېوادونو له خوا ستراتيژيكه جګړه او ستراتيژيك فشار تحميليږي، طالبان لكه افغان دولت په دې اړه چوپه خوله دي او په دې اړه كوم دريځ نه لري.
_طالبان لكه تېر مجاهدين په خپل تبليغاتي كمپاين كې د جګړې د متقابل لوري د تلفاتو په ښودلو او زيات ځلولو بسنه كوي او په تبليغاتي ډګر كې له متقابل غبرګون څخه كار ناخلي. دوى په خپل دا شان تګلارې سره يوازې دومره ښودلى شي چې دوى يو پوځي ځواك دي او د مقابل لوري له خوا بايد تحويل واخيستل شي. خو دا راز تګلاره د بري په صورت كې يوازې دومره كولى شي چې په مقابل لوري ځان ومني او د يوې معاملې په ترڅ كې په واك كې د يوې برخې په وركولو خپل مقابل لورى سلا كړي، خو په ولس كې خپل ملاتړ نه شي پياوړى كولى او په واك كې خپل دوامداره پاېښت نه شي تضمينولى. د تګلارې له پلوه طالبان په يو تناقض كې دي، دوى د تبليغ سر ته د دين په راوېستلو سره داسې تمثيلوي چې ګوندې كومه ايډيالوژيكه ډله ده، خو د ګوندي ستراتيژۍ په نه درلودلو سره بيا سر د پراګماتيزم له ګرېوانه راباسي، چې دا دواړه څه سره په تناقض كې دي، يانې ايډيالوژيك توب او پراګماتيك توب.
دا بيا په داسې حال كې دي چې ناټو او نړيوالو نيواكګرو د افغانستان د نيواك له پاره طالبان او د دوى څرنګوالى بهانه كړى او دوى يې د القاعدې په پله د نړۍ د امنيت له پاره ګواښ ګڼلي او د همدوى په بهانه ګرځولو سره يې پر افغان ولس د تاوتريخوالي او اختناق توره غدۍ راښكته كړې ده. طالبان د ناټو او امريكې له خوا نه پر دوى د وارد شويو تورونو په اړه هيڅ هم نه وايي او د ځان د سپيناوي له پاره خوله په يو حرف نه بېرته كوي. د طالبانو دغه چوپتيا بهرنيو ځواكونو ته بهانه په لاس وركوي چې د دوى شتون په افغانستان كې دوامداره او د دوى د مقاومت ترينګلتيا په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو د شمېرې د لوړېدو لامل شي.
د طالبانو كورني دښمنان يا د شمال ټلواله او يو شمېر بهرني سياستوال تل دا تبليغ كوي چې طالبان او ناټو د خپلو متضادو دريځونو او سنګرونو له لارې د يوې ګډې موخې له پاره موازي تګلاره تعقيبوي. يانې په افغانستان كې د د ناټو او امريكايي ځواكونود اوږدې مودې شتون او د دې شتون له لارې په منځنۍ اسيا كې د ستراتيژيكو ګټو او د تېلو د زېرمو كنټرولول. يا په بله وينا د امريكې په مشرۍ ناټو له طالبانو سره په همغږۍ كې د منځنۍ اسيا د تېلو د راخپلو له پاره ګډه لوبه پر مخ وړي او كه چېرې په دې برخه كې مخكنى سم سمكى موجود نه وي، نو بيا دا همغږي داسې تعريفېداى شي چې طالبان هوا په تورو وهي او د تورو او بغاوت ګټه يې دښمنانو ته رسېږي.
_داسې شكونه دي چې د طالبانو ليكې دا مهال د ايران، روسيې، پاكستان، امريكايي او انګليسي الوتكو او د افغان اردو او د امريكې، عربو او پاكستان د ګډو استخباراتي چينلونو له لارې اكمالېږي او سمبالېږي، دا شكونه بيا د طالبانو هويت تر پوښتنې لاندې راولي او يا لږ تر لږه په يو ستراتيژيك ټكر كې د يو كمزوري اړخ په توګه د دوى ښكېلتيا ثابتوي او دا ښيي چې د څو ځواكمنو اړخونو تر منځ په يو ستراتيژيك ټكر كې طالبان نه شي كولى خپله ځواكمنتيا تمثيل كړي او د هېواد د راتلونكي سياست له پاره د دوى يو اړخيزه شتون كمزوى او كم اغېزه دى.
دغه اصل او موقف بيا طالبان يو پراخ ولسي ملاتړ او له نورو مطرح ګوندونو سره جوړجاړي او ايتلاف او خپل موقف پياوړي كولو ته رابولي، چې وكولى شي د ستراتيژيك ټكر او لوبو په لړ كې خپله ځواكمنتيا تمثيل كړي، كوم څه چې طالبان يې په پوله نه دي تېر شوي او ترې انكار كوي او په خپل دغه عمل سره مقابل لوري ته ميدان خوشې كوي او ګټه وررسوي.
لنډه دا چې په ميوند ولسوالۍ كې وروستۍ پېښې د طالبانو محبوبيت او موقف ته سخت زيان رسولى او كه طالبان ونه كړاى شي له خپلو ليكو څخه د باغي توب او فساد ټغر ټول كړي، نو ډېر ژر به د ولس له ملاتړ څخه بې برخې او خپل شتون به له لاسه وركړي.