رویټر د نیویارک څخه خبر ورکوی چی اندونیزیا د مخدره موادو او هېرویًنو لوی کاروباري حاجی جمعه خان په اندونیزیا کی تر نیولو وروسته امریکا ته په لاس ورکړ . امریکا پر ۵۴ کلن حاجی جمعه خان باندی د ډیري مودې راهیسی دا تور لګاوه چی هغه له دې درکه خورا زیاتی پیسې طالبانو ته ورلېږلې . امریکا ادعا کوی چی جمعه خان د یو لوی مخدره ییز ګروپ مشر و چی د ډیری مودې راهیسی امریکا پسی ګرزېده . خان چی کله د دوبی څخه جاګارتا ته ورسېد نو اندونیزیاوالو ونیو او امریکایانو ته یې ورتسلیم کړ. امریکا ادعا کوی چی خان په افغانستان کی د هیرویًنو لابراتوارونه هم لری او په نړیواله سطح د ډرګو لوی کاروبار مخته بیایی . واشنګټن وایی چی دا نیونه د تروریزم پر ضد د جنګ یو لوی بریالیتوب دﺉ .