یاهو نیوز د اسوشیټیډ پریس په حواله نن ( جمعه ) خبر ورکړ چی امریکا او ملګری ملتونه د افغانستان د تریاکو د لږښت په هکله سره مخالف سوي دي . دواړي خواوی وایی چی سږ کال به د تریاکو تولید لږ وی خو امریکا دا کمښت د تېر کال په نسیت ۳۱٪ ټیټ بولی حال دا چی ملګری ملتونه بیا وایی چی یا ، سږ کال به هغه صرف ۶٪ لږ سی . تېر کال په افغانستان کی ۸۸۰۰ ټنه تریاک اخیستل سوي وو چی واشنګټن وایی سږ کال به هغه ۶۱۰۰ ټنه وی . سپینه ماڼۍ ادعا کوی چی په ۲۰۰۷ کی د ۴۷۷۰۰۰ ایکړه مځکی پر ځای سږ کال ۳۸۸۰۰۰ ایکړه مځکه په تریاکو کرل سوې ده خو ملګری ملتونه بیا وایی چی یا ، تېر کال په ۴۹۹۰۰۰ ایکړه او سږ کال هم په ۳۸۸۰۰۰ ایکړه مځکه کی تریاک کرل سوي دي . افغانستان اوس هم د نړۍ د هیرویًینو لوی ترین تهیه کونکی دﺉ چی هلمند ولایت د افغانی تریاکو ۶۰٪ ورتهیه کوی . د بوش ادارې د ۲۰۰۲ راهیسی په افغانستان کی د مخدره موادو سره په جنګ کی ۲٬۸ بلیونه ډالره مصرف کړي او وایی چی طالبان د کاله ۷۰ ملیونه ډالره د تریاکو د تولید یعنی هغه شي څخه په لاس وروړي چی حامد کرزی یې په بندښت او تمښت کی بې وسه ثابت سوی دﺉ . سپینه ماڼۍ زیاتوی چی تروریسټان ، تریاک او فساد باید په ګډه له منځه یوړل سی . خو څېړونکي د تریاکو د کرنی اوتولید دا خورا بطی او د پښو لوېدلې پروسه د دومره ستر مصرف او کوښښ سره سره د قناعت وړ نه بولی .