تېره ورځ ناوخته، د خوست ښار او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ ، ناڅرګندو كسانو د يوه بهرني شركت درې تركي كاركوونكي په نامعلوم لوري وتښتول.
دوى له تېرې يوې مياشتې راهيسې په خوست ښار كې اوسيدل او هره ورځ به تڼيو ولسوالۍ ته، په هغه سيمه كې د امريكا متحده ايالاتو له خوا نوې جوړيدونكې راډيو ته ورتلل او د ودانۍ او ټرانزمېټر جوړولو او نسبولو چارې يې پر غاړه وې.
خوست والي ارسلاجمال هم دا پېښه تاييد كړې، خو وايي، چې نوموړو تركانو دوى ته د خپل تګ راتګ په اړه خبر نه ؤ وركړى.
د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوال دولت خان قيومي وايي، چې د نوموړو موټر د دوى په ولسوالۍ كې پيدا شوى،خو د تښتوونكو لا درك نه دى لګيدلى.
تر اوسه هېچا هم د يادو تركانو د تښتولو مسؤوليت نه دى اخېستى.
له دې وړاندې هم له خوست ښار څخه د جي ټي زېډ درې تنه كاركوونكي تښتول شوي وو، چې وروسته د خلكو په خبره د پيسو په بدل كې راخوشي شول.
خو د خوست او ګردېز پر لار د اكمالاتي شركت پېنځه تښتول شوي كسان، د ملي اردو په خبره د دوى د عملياتو په ترڅ كې راخلاص كړل شول.