د جرمني دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنــه او اسلامي مرکز په ژوره خواشیني سره ټول افغان ولس او په ځانګړي ډول د شهیدوزلموبې وسه اومسکینو کورنیو ته له خدای (ج) څخه جمیل صبر غواړي، زموږ دکولتـوري ټولنې او اســـلامي مرکز ټول غړي په دې دردونکــي ویر کې خپل ځانـونه شریک ګڼي ، دا زموږ ټولو ګـډ ویر دی، موږ به سبا دجمعې په مــبارکـــه ورځ دلغمان دتنکیـو ګلانـو لپاره زموږ په نوي اسـلامي او کولتوري مرکز کې د قران عظیم الشــان ختم اوخیرات وکړو ، فاتحه به یې واخلـواو پاک سبحـــان ته به زارۍ وکړو چي ، نورله افغان غولي څخه د ویر ټغر ورټول کاندي ، زموږ دې بې ګنـــاهوزلمو ته فردوس جنـت ور په برخه ، دکـورنیـــو پاتې غړو ته یې جمیل صبر او قاتلینوته یې سزاورکړي .
موږ مونشن مېشتو او دګاونډوسیمـــــــو ټولوافغـــانانــو ته خبر ورکوو چي ، له موږ سره ددې ویر په ټغر راټول خپله ملي اودیني وجیبه سر ته ورسوي .
نېټـــــــــــــــــــــــــــــه : ۲۴ ـ۱۰ـ ۲۰۰۸ کال
پتـــــــــــــــــــــــــــــه : Machtlfinger Strasse 10
80379 – München
دمونشن ښار سوهیلي برخه دمختل فِنـــــــــــــــګ سیمـــــــــــــه
یادونــــــــــــــه: دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندنیو شمیرو اړیکې نیولای شئ:
۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ – ۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴