د شمال د خلكو عنعوي اصلاحي جرګې دوه مياشتنى او د شمال لومړۍ پښتو خپرونې پرخې يوويشتمه او دوه ويشتمه ګڼه چاپ شوه.
د پرخې په دې ګڼه كښي :
- – د ملي ترمينالوژي پر وړاندې تربګني
- – په مورنۍ ژبه زده كړې غواړو ( په شمال كې د يو زده كوونكي مركه)
- – سايبر انلاين خبريالي او پښتانه خبريالان
- – حمزه پېژندنه
- او د هېواد د بېلا بېلو ليكوالو د نورو ليكنو تر څنګ د پرخې خپرونې په دې ګڼه كې د شمال ميشتو ليكوالو او شاعرانو د پېژندنې نوې لړۍ ( ايله خو دلته پسرلى شو) چې هر ځل به د شمال نوي ټوكيدلي لس ليكوالان او شاعران در پېژني، هم خپره شوې ده.
پرخه په لاندې پتو تر لاسه كولائ شئ :
- كابل: بيهقي كتابپلورنځى
- ننګرهار: هارون كتابپلورنځى
- كندهار: افغان قرطاسيه او كتابپلورنځى او هېنداره مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ
- بلخ: د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه
- كندوز: پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه
- بغلان: بغلان ادبي بهير
- پلخمري: چونغر ادبي بهير
اړيكې :
Zahsass.2@gmail.com 0799833338