کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داسدالله ګانو واکداري

داسدالله ګانو واکداري

 


پدې وروستيوورځو کې دافغانستان داسلامي دولت دولسمشردفتر په کابينه کې دځينوبدلونونوخبرورکړ.اودا بدلونونه به دولسي جرګې دهوکړې وروسته عملي بڼه غوره کړي.چي ولسي جرګې ددرې تنوهوکړه هم وکړه.


که دې کېدونکوبدلونونوته وکتل شي نوليدل کيږي چي دملت دهيلوترڅنګ يي ناهيلۍ هم وزېږولې. لمړۍ دا خوبدلون نه شي بلل کېداۍ چي په يوه خونه کې ناستي ديوې چوکۍ څخه پر بله کښينول شي. او دوهم داچي دولسمشرۍ دراتلونکوټاکنو وخت ته په پام سره دابه ډيرناوخته وي چي نوي  وزيران  دملت دګټولپاره څه دپام وړکړنې ترسره کړې.


که څه هم ډيرهيوادوال به لکه ماغوندې په ځينو وزيرانو لکه ښاغلي اتمراوياهم ښاغلي فاروق وردګ خوشاله وي. خوپه هيڅ ډول به داسدالله خالد په دومره مهمه څوکۍ کې دځاۍ پرځاۍ کېدوسره هوکړه ونه کړي. زه نه پوهيږم چي ښاغلي خالدپه کوم ځاي کې څه ښه کارکړي دۍ چي دومره نازول کيږي. آيا همدغه اسدالله خالدنه وو چي دکندهار پرشريفوخلکويې څه ناتارنه وو جوړکړۍ. آيا همدا خالدنه وو چي په حکومت کي يي حکومت درلود. آيا همداتاسې،ښاغلي ولسمشر، مجبورنه شوي چي دبې وزلو خواتلوکندهاريانو له سره دابلا اوآفت ايسته کړۍ.نوبيا څه ټکه راولوېده چي داوارموداآفت په ټول هيواد ولوراوه؟


آياپه داټولوپښتنوکې بل داسې څوک نشته چي ستاسواوياستاسودملګرودطبعې وړوي؟ آياداپښتانه دومره بې سړيوشول چي دخالدغوندې ناپوه کسان يي بايد استازيتوب وکړي؟


کرزۍ صاحب چي خپه نه شې، داڅه ظلم دۍ چي پدې وطن يي لوروې؟ چي ترهغه بل يې کفايته اوپه جرمونو ککړنه وي بيادې په يوځاۍ کې ورته مهمه دنده منظوره کړي وي . ته ستا شيراخوندزاده ته وګوره چي اوس ستامشاور دي، په داسي حال کې چي دفساداولويوجرمونوپه تاريخ يي ترموږتاسوښه خبرياست.ته ستا اسدالله وفاته وګوره چي ستادشکاياتوداوريدودکميسيون ريس دي ،پداسې حال کې چي په لسهاوو زروپښتانه له ده څخه شکايتونه لري .


 اواوس ستا دابل اسدالله خالدته وګوره چي دفساددډګراتلولي يي خپله کړيده خودپوښتنې پرځاي لاهم نازول کيږي.چي ترهغه بل نالايقه نه وي بيا تا مقرر کړۍ وي .داڅه دبې کفايتواسدالله ګانوواکداري دې شروع کړېده. چېرته چي اسدالله وي که ناپوه هم وي بيا تا مقرر کړي وي اوياهم چېرته چي بيا ناپوه وي که اسدالله وي اوکه نه بياهم تا مقررکړي وي . کله کله سړي ته سوال پيدا شي چي اوس ته اسدالله ګان مقرروې او که ناپوهان او که هم دواړه؟ او ستاسو معظم ټولواک لپاره دګمارلو معيارڅه دۍ : اسدالله والي اوکه ناپوهي؟ که دواړه؟


کرزۍ صاحب ،  داستا دناکاره ادارې برکت دي چي دخواروپښتنوپداسې ناکاروسردي . نوم يې دپښتون دي او دپښتانه برخه يې لاندې کړېده خوپه حقيقت کې دپښتون قوم اصلي دښمنان همدوي دي اوپه پښتنودتپلي جنګ دعاملينو په کتار کې همدغه ستا اوستادملګرونازولي په لمړي سرکې راځي. داددوي په اداري اودولتي فساد کې دککړتيا وجه ده چي په پښتني سيموکې دنوروعواملوترڅنګ داجنګ دومره زوراخيستۍ.اوهرڅوک چي ددې نازولوملاتړي دي دوي هم په مخامخ اونامخامخه توګه پدې فساد کې لاس لري.


ښاغلۍ ټولواک اوولسمشره ! دخداي په خاطر پدې کړېدلې ملت لږزړه وسوځه اوکاراهل کارته وسپاره. داداري اودولتي فساد مخنيوي لپاره ارزښتناکه ګامونه پورته کړه. ظالمانو اودوطن دښمنانو ته صلاحيت مه ورکوه . ښه اتمر او نېک وردګ له بدو او نازولو سره مه ګډوه چي پرښوهم دملت باورکميږي اوياهم ورکيږي. اوکه نه وروستي چانسونه موهم له لاسه وځي اوبيابه دملت لاس وي اوستاسو نيم څيرلي ګرېوان .


په پاي کې دولسي جرګې څخه هيله لرم چي خپل افغاني اوتاريخي مسوليت ته په احساس اودرناوي سره هيله لرم چي بي کفايته وړانديزشوو وزيرانو ته دباوررايه ورنه کړي.


په درنښت