دا څرنګه زړه دی چه درد یږی نه
ویښ نه دی ویده دی چه خوږیږی نه
ښه یی وینی چه په وینو کی لمبیږی
د ملت په دغه حا ل خبر یږی نه
نه پوهیږم چه داکاڼی دی که بوټی
په بی کوره بی اسروچه زوریږی نه
خدایه داڅرنګه زړونه شوپیدا
بی احساسه په عزت چه پوهیږی نه
کونډی ګوری یتیمات یی دی په خواکی
سپین سر و پښتنو نه شرمیږی نه
همدا آزار دی بس دی بی احساسه
بی درده ککری خو دی ډیریږی نه