په کابل کې د استيناف محکمې سيد پرويز کامبخش ته د شل کاله بند سزا واوروله . کامبخش د بلخ پوهنتون د ژورنا ليزم د پوهنځۍ د دريم کال محصل او په اصل کې د سرپل ولايت اوسيدونکى دى . نوموړى قران او اسلام ته د سپکاوي په تور په دغه بند محکوم شو. تردې وړاندې هغه ته د بلخ يوې محکمې د اعدام سزا اورولې وه . د کابل د محاکمې ننۍ غونډې ته شپږ تنه اړوند څارنوال د شاهدانو په ډول وړاندې کړ ل، دهغه مدافع وکيل او په کابل کې د خبريالانو يو شمير ټولنو د محکمې پرېکړه ناسمه وبللۀ .د ښاغلي کامبخش وکيل د تميز محکمې ته د تلو خبره وکړه . د ښاغلي کامبخش د خوشي کيدو لپاره په نړيواله کچه غوښتنې شويدي.