کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د تجزيې پر ځاى د پياوړي افغانستان فكر ته اړتيا ده!

د تجزيې پر ځاى د پياوړي افغانستان فكر ته اړتيا ده!

دې وروستيو كې په كابينه كې د ادلون بدلون پرېكړه كېدل، د افغانانو لپاره يو ښه زېرى دى. خو بدبختانه يو شمېر د افغانانو په جامه كې پرديان او بې ګانه ګان پر دغه بدلون سخت خپه دي. ددوۍ د خپګان وجوهات هم ډېر بې بنسټه دي. دوۍ وائي چې وزيرصاحبان د ژبې او قوم په انډول  ندي ټاكل شوي او هيله لري، چې له كوم وزارت نه وزير لېرې كيږي د هغه پر ځاى دې د هماغه توكم بل وزير وټاكل شي!

ددغې افغانستان دښمنه او اېران پالې ډلې څو خپرونې(پيمان، ارمان، اقتدار) چې د ملي وروستاړى هم لري، ځينې ليكوالان صاحبان دومره په غصه دي، چې هېوادوال وسله وال پاسون ته رابولي، دهېواد تجزيې ته يې هڅوي او ځينې افغاني ټبرونو ته سپكې سپورې  هم وايي!

افسوس! دوۍ اوس هم د چوكيو په غم كې دي او  دهېواد په دې حساس  تاريخي پړاو باندې هيڅ سرنه ګرځوي.

ځيني ښاغلي او اغلې پر دې خپه دي، چې ښاغلى ضرار احمد مقبل د كورنيو چارو له وزارت نه ولې لرې كړاى شو؟ او پر ځاى يې حنيف اتمر ولې ګمارل شويدى؟ دغه ښاغلي دا هم يادوي چې تاجك وروڼه ولې له وسله والې واكمنۍ څخه ګوښه كيږي. دوۍ د ښاغلي مقبل او تاجك توكم لپاره د كډوالو چارو وزارت سپكاوى ګڼي. دوۍ وايي، چې د هېواد له درانه توكم (تاجك) سره ظلم شوى او د ښاغلي مقبل لرې كول ددوۍ پر ضد كودتا ده!

كه په سړي باندې لږ هم دا وطن ګران وي او د ښاغلي ضرار احمد مقبل  بيا مقررۍ ته د كركتنې په سترګه وګوري نو له ښاغلي مقبل سره اوس هم ښه شويدي او له دې كړېدلي ولس سره ظلم شويدى! ځكه نوموړي د كورنيو چارو په وزارت كې څه وكړل، چې غمځپلو كډوالو او مهاجرينو ته به يې وكړي؟

دا نو اوس يو لغړ حقيقت دى چې ښاغلى ضرار احمد مقبل يو ناكام وزير ؤ. ددۀ په وخت كې د افغانستان ملي پوليسو ته هيڅ خدمت ونشو! برخلاف پوليس د غلو او شوكمارو وروڼه وبلل شول او د حكومت او ولس تر منځ رامنځته شوې فاصله د همدغو بې كفايته پوليسو له لاسه څو چنده زياته شوه!

د اعتماد له  رايو نه د ښاغلي مقبل شلون د اپه ثبوت ورسوله چې نوموړى يو چوكى دوست وزير دى او د ولس ورته ارزښت هم نلري!

په هرترتيب له دې دومره ځور او كړاوونو وروسته موږ بايد اوس خپلې نيمګړتياوې درك كړي وي! او دا راته ثابته شوي وي، چې ملي ګټې تر هر څه لوړې بلل پكار دي، كه نه نو بيا مو هم  له تباهۍ بله لار نشته!

هغه ښاغلي چې د هېواد تجزيې ته يې مټې بډوهلي او خلك پاسون ته هڅوي، ښۀ ده چې په دې فكر ووهي  چې څنګه له راپېښو ستونزو څخه ځان وژغورو؟
 څنګه د يو پياوړي او متحد افغانستان لپاره كار وكړو؟
څنګه له بمباريو خلاصېداى شو؟
څنګه يو ټول منلى نظام رامنځته كړو؟
څنګه مخالفين راضي كړو؟
څنګه له نړيوالو سره د هېواد د سرنوشت په اړه سپينې خبرې وكړو؟

دوۍ بايدپه دې خوښ شي،چې د ناكام وزير ښاغلي مقبل پرځاى يو كامياب وزير راوستل شوى!خير  كه هغه هر څوك دى، په هر توكم پورې اړه لري، خپل هډ يې وبولي او لاس وركړي!نه چې نفاق او ځانځانۍ ته  لانورې هم بډې ووهي!

په پاى كې بايد وويل شي، چې د ښاغلي كرزي دغه اقدام د ستاينې او مننې وړ دى! دى بايد دغسې اقدامات چې د ولس په ګټه وي، بيا هم وكړي. تر څو په ولس كې هيله مندي پيدا شي او د ولس او نظام ترمنځ شته فاصلې يو څه راكمې شي!