په يو هېواد كې چې د برېښنا وزير يې پوځي افسر وي، د پوهنې وزير يې مخابره چي يا نرس وي او پوځي قوماندانان يې د ملي بس كلينران او يا ډريوران وي، نو د هغه هېواد د پارلمان له وكيل څخه يې هېڅ ګېله بايد ونه شي چې اربكيو ته ملېشه ووايي، د اربكيو سپېڅلى لښكر د ګلم جمو ملېشو ته ورته وبولي او اندېښنه څرګنده كړي چې د اربكيو په جوړولو سره به امنيتي وضع لاپسې خرابه شي.
كه له دغو ښاغلو څخه وپوښتل شي چې په لرغوني وخت كې لكه د اريانا په دوره كې او يا له دې دورې څخه څه مخكې او وروسته د پوځي زده كړو كومه اكاډمي موجوده وه، چې د هېواد او دولت د ساتنې له پاره په كې خلكو زده كړې كول او جنرالان به ترې فارغېدل. رستم، اسفنديار، بېژن او د دوى لښكرو كومه پوځي اكاډمي پاس كړې وه؟
له خپل تاريخ څخه بې خبري او يا د سياسي اغراضو له امله منكرېدل او په دې حقيقت سترګې پټول چې پخوانۍ لښكرې له اربكيو څخه جوړې وې او د بيارغونې زياتره كارونه او پراختيايي چارې اربكيو پر مخ وړلې او نني پرمختللي پوځونه د پخوانيو لښكرو او اربكيو يوه پرمختللې بڼه ده.
اربكي ولسي وسله وال او غير وسله وال ، ټولګي دي، چې د ولسي ګټو او ملاتړ پر بنسټ د يوې ټاكلې مودې له پاره د يو مهم ټولنيز كار د ترسره كولو له پاره جوړېږي او د كار له پاى سره دنده يې پاى مومي.
اربكي به يواځې د پوځي موخو لكه د هېواد دفاع، د امنيت او نظم ټينګولو او ساتنې له پاره نه جوړېدل، بلكې د ټولنيزو كارونو(حشر) لكه د ويالو، سربندونو، لارو او سړكونو د جوړېدو او ساتنې له پاره هم جوړېدل او هم به يې د ولسي جرګو د پرېكړو د پلي كېدو څارنه كوله.
اربكي له خپل اوږد تاريخ سره سره اوس هم د ځينو قومونو تر منځ وجود لري او په ځينو نورو كې له منځه تللي دي او ځاى يې دولتي تشكيلاتو او داوطلبو رضاكارانو(خيريه ټولنو) ته پرېښى دى.
اربكي يوازې افغان ټولنې پورې اړوند نه دي بلكې د تاريخ يوه برخه وه چې د تاريخ په اوږدو كې يې په بېلابېلو قومونو او هېوادونو كې په بېلابېلو نومونو سره شتون درلود. د كندهار پايلوچان، د كابل كاكه ګان، د هرات كله مناران دا ټول د اربكيو جلا جلا ډولونه وو چې په تاريخ كې ترېنه يادونه شوې او د اسلام د پيغمبر محمد ص د سيرو له مخې، له بعثت نه مخكې محمد ص هم په دوو ولسي پيمانونو كې چې حلف الفضول او په نومونو سره ياد شوي ګډون كړى وو او دى هم له بعثت نه مخكې يو اربكى و.
اربكي هېڅكله ملېشه نه دي او د دوى دواړو تر منځ توپير دومره زيات دى چې هېڅكله سره پرتله كېداى نه شي.
ملېشه د يو كس، هېواد، يو سازمان او پوځ له خوا جوړه شوې اجيره وسله واله ډله ده، چې د تنخواه په بدل كې د يو ځانګړي پوځي او سياسي هدف له پاره جنګېږي، ولسي غوښتنو او موخو ته ژمنه نه ده او په جوړولو كې يې ولس كومه ونډه نه لري. لكه د رشيد دوستم د ګلم جم ملېشې، د قوماندان مسعود ملېشې، د مزاري ملېشې، د ګلبدين حكمتيار چهاراسياب مېشتې ملېشې، د طالبانو ملېشې، د سياف ملېشې، د سريلانكا د تاميل پړانګانو ملېشې، د دارفور د ياغيانو ملېشې او نور. دغه ټولې ملېشې له ولسي ارادې پرته د اشخاصو، د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو او سياسي كړيو له خوا جوړې شوې دي، د هغوى له خوا تمويلېږي او د ځانګړو موخو او ګټو له پاره جنګېدل او لاهم جنګېږي او په خپل هېوادونو او ولسونو يې سور اور راښكته كړى دى.
په دې كې هېڅ شك نشته چې اربكي له ملېشو څخه جلا دي، خو كومې ډلې چې په پام كې ده د اربكيو تر سرليك لاندې د امريكې او افغان دولت له خوا د هېواد پر سويلي پولې د پولې د امنيت له پاره جوړې شي، تر پوښتنې لاندې دي چې ايا د اربكيو ماهيت به ولري كه نه؟ په دغه نوم به په رښتيا اربكي جوړېږي او كه د اربكيو په نوم به داسې ډلې جوړېږي چې د اربكيو ماهيت به نه لري او دولتي_امريكايي ملېشو ته به ورته وي.
په دې اړه له لومړنيو ګونګوسو خو داسې ښكاري چې پولې ته په نژدې كليو كې د سيمه ييزو مشرانو او دولت تر څارنې لاندې وسله والې غټې او وړې ډلې به جوړېږي چې پر پوله به د دولت د مخالفينو د اوښتو او په كليو كې به د دولت ضد كړنو مخه نيسي. د دغو ډلو په راس كې به د دولت پوځيان ځاى نيسي او د دې ډلو فعاليتونه به تنظيم كوي، خو دا ډول ډلې اربكي نه بلل كيږي. د اربكيو د جوړولو له پاره په هېواد كې له هر څه د مخه سياسي بدلونونو، ملي پخلاينې، د قومونو ګډ تصميم او ملي هوكړې ته اړتيا ده.
د اربكيو د فعاليت د مشروعيت له پاره د دولت او سياسي نظام مشروعيت لومړنى شرط دى، هغه هم داسې نظام چې د ولس له خوا جوړ شوى او د ولس له ملاتړ څخه برخمن وي. ولس هغه وخت له دولت څخه ملاتړ كوي، چې دولت د دوى په خوښه او د دوى په چوپړ كې وي او په دولت كې عملاً ولسي واك او ګټې تمثيل او ولس خپل ګډون په دولت كې احساس كړاى شي.
په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو يرغليز دريځ او لاس خلاصى پراخ شتون، د دولت په اداره كې پراخه فساد او په معروف د امر كولو او له منكراتو څخه د مخنيوي اصل نه پلي كېدل، ښكاره ظلم او د ټولنيز عدالت نه ټينګېدل، هغه څه دي چې د دولت مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوستى او د دولت له پاره د مسلمان د سرښندنې لومړنى شرط د دولت مشروعيت دى. تر څو چې د دولت د مشروعيت له پاره ګامونه پورته نه شي نو د دولت د مخالفينو پر ضد به هېڅ اقدام ګته ونه لري.
د دولت د مشروعيت له پاره په كار دي چې په هېواد كې د بهرنيو پوځونو شتون ته په تدريج سره پاى وركړ شي او د دوى دريځ له يو يرغليز حالت څخه دفاعي، سمبوليك او سوله ييز حالت ته راښكته او كړنې يې د يوې قانوني لايحې له مخې محدودې شي.
د افغان دولت چارواكو د فساد او يا د بې كفايتۍ له امله خپل باور له لاسه وركړى او اوس د ستونزې او لانجې په يوه برخه اوښتي، د قيادت د مشروعيت له پاره بايد قيادت بدل او پر ځاى يې يو ژمن او وړ قيادت رامنځته شي.
په معروف د امر كولو او له منكراتو څخه د مخنيوي اصل عملاً پلى شي.
د اصلاحاتو او بيارغونې لړۍ چټكه او د پراختيايي كارونو له پاره يوه منظمه او متوازنه ملي ستراتيژي جوړه او په لار واچول شي.
په دې كې شك نشته چې اربكي يو ولسي حركت دى، د ولس له ملاتړ څخه برخمن دى او لاسته راوړنه يې تل بريالۍ وي، خو كوم څه چې په پام كې دي د امريكې په مالي ملاتړ د اربكيو تر نامه لاندې رامنځته شي په اړه يې لا هم اندېښنې شته او دا به وروسته معلومه شي چې نوموړې ډلې به وكولى شي خپل دريځ او اصالت د اربكيو په بڼه وساتي او كه به موقف يې ملېشو ته راپرېوځي.
په ټوليزه توګه دغه وسله وال ډلګي به لاندې ګټې ولري:
_يو شمېر بې روزګاره ځوانانو ته به د كار زمينه برابره كړي.
_د دولتي واك له غځولو سره به مرسته وكړي او د دولت په مخالفينو به ساحه راتنګه كړي.
_هغه كلي او ولسونه چې له دولتي حاكميت او له دولت څخه د باندې پاتې دي، په دولت كې ورګډ كړي.
_د سيمې له امنيت او نظم سره به مرسته وكړي.
_د طالبانو د ولسي ضد كړنو مخنيوى به وكړي او د هغوى لاس به د ښوونځيو او ټولګټو موسساتو د سوځولو او ويجاړولو او د قومي مشرانو له وژلو ونيسي.
_د پخلاينې بهير به ګړندى كړي.
_په كليو كې د امريكايي ځواكونو د عملياتو او بمبارۍ مخه به ونيسي.
_د بيارغونى او پرمختيايي كارونو بهير به چټكه او په خلكو كې به د حشر له لارې د كارونو د ترسره كولو روحيه پياوړې كړي.
په ټوليزه توګه د دوى په اړه لاندې اندېښنې هم موجودې دي:
_د دوى د وفادارۍ دوام كېداى شي له حالاتو سره تړلى وي.
_د كليوالي او قومي تربګنيو امكانات په كې شته.
_ پر ولسونو د بهرنيو پاليسيو او اختناق د تپلو شونتيا زياتوي.
_د جنګسالارۍ او ملېشه ګرۍ د ودې شونتيا هم لري.
دغه ټولې اندېښنې د دغو ډلو له مشرتابه، د كار له څرنګوالي او هغې پاليسۍ سره زياتې تړلې ښكاري چې ورته ټاكل كيږي. كه مشرتابه په خپله دنده كې له سپېڅلتوب او جرئت څخه كار واخلي او د اربكيو اصالت ته وفاداره پاتې شي، نو كېداى شي دغه ډلې د سولې او امنيت په ټينګښت كې پوره اغېزمنې ثابتې شي او كه چېرې فاسده مشرتابه ورته وټاكل شي او فساد ته مخه كړي، نه يوازې دا چې سوله او امنيت به ټينګ نه كړاى شي، يوې ډېرې بدې جګړې ته به لمن ووهي چې د كور او كور او كلي او كلي تر منځ به روانه وي او د پښتنو پوره وركاوى به رامنځته كړي.
په پايله كې ويلى شو چې د ملي جوړجاړي او پخلاينې پرته د داسې وسله والو ډله ګيو جوړول، بې مانا، له اندېښنو ډك او بې ګټې دي او دغه پروژه د دولت له مخالفينو سره د جګړې په موخه نه بلكې د پخلاينې د تطبيق او څارنې له پاره پلې شي.