د افغانستان په پلازمينه کې يو سياسي مشر وتښتول شو . همايون شاه اصفي تيره شپه نا پيژاندو وسله والو د کابل له څلورمې کارتې څخه تښتولي . تر اوسه نه ده معلومه چې نوموړى چا تښتولى. او چايې پړه هم نه ده اخيستې . نوموړى د ولسمشرۍ په تيرو ټاکنو کې يو کانديد وو .