کور / خبرتیا او پيغامونه / د لراوبر د کليزي په اړه

د لراوبر د کليزي په اړه

۲۶-۱۰-۲۰۰۸

 محمد حق نېکزاد
 مبارکې د لر او بر ادارې ته !
 که څه هم په ژوند کې ېو کال ډېر لنډ عمر دې ، خو بېا هم تاسو په دې لنډه موده کې ډېر با ارزښته کارونه سرته رسولې دې .تاسو ته ددې ارزښتناکو کارونو په سرته رسولو کې مبارکې واېم او ارزو لرم چې عمر مو ډېر وې او د خداې (ج) دربارته مو دخپلو هېلو او ارزوګانو  د رسېدلو په خاطر لاسونه پورته کوم ، تر څو هغه ورځ راسې چې د لر او بر پښتانه او بلوڅ په ېوه اواز او لاس تر غاړه د خپل ګران هېواد په ابادولو کې خپل لاسونه تڼاکې او د تندې په خولو دا شاړې مځکې ابادې کړې او بالاخره د ډېورنډ هغه منحوسه کرښه چې زموږ په زړه کې راکښل سوېده د برلېن د دېوال په شان د ابد لپاره ورکه کړې .
امېن ېا رب العلمېن
 

— ——————————————————————————

۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸

د لر او بر د لومړۍ كليزې له امله د خپلې مباركۍ مراتب د لر او بر درنو چلونكو هر يو عبدالله احسان صيب، نثاراحمد صمد صيب د لر او بر همكارانو او مينه والو ته وړاندې كوم.

د دوى هڅې د ژورناليزم، ملي يووالي، ملي پخلاينې او د بيان ازادۍ په برخه كې ستايم او ورته د نورو برياليتوبونو هيله كوم.د لر او بر په اړه دېر څه د ويلو او ستايلو دي، خو زه د بيان ازادۍ په هكله د دوى جرئت او هڅې تر نورو زياتې ستايم. يو روايت دى چې موسى ع د اسراييلو او خپلو مخالفينو د سپكو سپورو او بد ويلو څخه ډېر په تنګ شو، نو كله چې د طور غره ته د الله ج ملاقات ته ورغى نو الله ج ته يې په دې اړه عرض وكړ او له ده يې وغوښتل چې د دوى خولې له سپكو سپورو بندې كړي او د بيان ازادي ترې واخلي، خو د الله ج له خوا ورته وويل شول چې ما د بنده ګانو د بيان د ازادۍ حق د خپل ځان په اړه نه دى اخيستى او د بل چا په اړه به يې هم دغه حق وا نخلم. يانې الله ج د هغو كسانو خولې هم نه دي بندې كړي چې دغه ستر ذات ته كله نا كله سپكې سپورې وايي.

په پښتني جرئت ستاسې ورور بريالى جهش  

——————————————————————————–


 دیوکلن کیدومبارکي
دلراوبرانټرنیټ پاڼی دیوکلن کیدومبارکي اول دپاڼی کارکوونکو اوبیا ټولوبااحساسه افغانانوته په داسی  یوه ارزه اوهیله وړاندی کوم چه په وطن کښی موسوکالي، خوشحالی اوامنیت وي.
دلراوبرپاڼه رښتیا هم دستایلووړده هفه پدی وجه، چه له هراړخه یوه مکمله پاڼه معلومیږی زما یی دخبراوکلتوري برخه ډیره زیاته خوښیږی هره ورځ کم ترکمه یی په څوځله ګورم اوډیرزیات معلومات تری لاسته راوړم.


ستاسې دلا کامیابې په هیله  –  هدایت الله حسینی  –  کابل، افغانستان


——————————————————————————–


ویاړلي ورور، عبدالله احسان ته سلامونه اومبارکي


د « لراوبر » اوبپاڼې په جوړېدواوله یوکال راهیسې په ښه رنګ چلؤلودرته مبارکي وایم اوله لوی خدایه درته په دې اونوروټولوځاني اوټولنيزوچاروکی ټينګې مټې اوبې شمېره بریاوې غواړم . ماتل هیله لرلې اولاپه هیله یم چې پښتانه ځوانان دخپل قام دبیدارتیا ، دمه توب ، ملاتړ، یووالي اوپرمختګ لپاره وروزل شي اودکړنو،نؤښتونواوسیالیوډګرونه دعلم ، پوهې اوتخنيک په توروفتح کړي . لکه څنګه یې چې وینواوتاریخ شاهدي ورکوي ، پښتانه دنړۍ دسترویرغلګروسره ډغرې وهلي اودکرارۍ ساه اخېستنې ته نه دي پرېښؤل شوي خودستړیااو نیمځانۍ دحالت سره سره پښتنوټولویرغلګروته چې ددوی په کورورختلي ، تسلیم شوي هم نه دي . کېدای شي همدا علت وي چې دهرچادسترګواغزي دي ، خومونږته خپل قام د ګل ارزه لري اوګل پخپل بوټي کی دخپل رنګ سره زړه راښکونکې وي اودبڼ اوچاپېریال ښکلا وي . ماته بې ارزښته ده چې یومغؤل ، انګرېزاو روسي دپښتنوپه هکله څه لیکلي ځکه زه پوهېږم چې دغوقامونودپښتنوسره دوښمني کړې ده اودا منطق دې چې دوښمن باید کرکه اوبدنیت ولري خوزه دپښتون قام د پرمختګ اوښېګړې لپاره دوه ټکي هم مقدس ګڼم اوستاینه یې کؤم . پښتانه لیکوالان اوژورنالیستان باید دقام ددفاع ترڅنګه دپښتنونیمګړتیاواوستونځوته هم کلک پام وکړي ، دنیمګړتیاوواوستونځودلمنځه وړلوچلونه اووسیلې بیاموزي اودبیاراپيداکېدومخه یې ډب کړي . زه هیله لرم چې دخېرښېګړې په داسې کارونوکی به ځوانان یودبل سره سیالي وکړي خودستراحمدشاه ابدالي دزامنواولمسیانوپه څېربه یوبل راونه پرزوي اوقام ته به دشخصي ګټولپاره تاوانونه وانه ړوي .


درناوې – واحدمشواڼې – ازاداوخپلواک ژورنالیست


——————————————————————————–


 د جرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې د مبارکي پیغام  


که  لر دئ او که بر دئ زما ځان زماځګر دئ  ***  له هریوصدقه شم زماهر یود زړه سر دئ



ټولو ګرانوهېوادوالو، د لراو بر مسؤلینواو ټولو قدرمنو لوستونکو ته د جرمني له بایرن ایالت ځخه د لراو بر د ځلاندې ویبپاڼې د یوکلـــن کېدو مبارکي وایو، د نوموړې ویبپاڼي مســؤل زحمتکش ښاغلي عبدالله احسان ته خود پردیسي دنیاګۍ دخیالوله ګلستان څخه ځکه ځولۍ ځولۍ اوکاروان کاروان ګلونه ورلېږوچي، په خپل هېوادپال هوډسره یې د لس ګونوکلونولار په یوکال کې ووهله، ښـکاره خبره ده چي په موږ کې یو څوک شته، موږ یو څوک یواو موږ تل داسې اتــلان لرل او لرو یې چي، د تورو او قلم په ډګر کې د اتلولي نمونې واوسي ځکه خو په زغرده له ټولوهېوادوالو په ځانګړې توګه له پښتنو څخه په کلکه داهیله کووچي، نور خپل مینځي ناوړه سیالۍ ونه پالي یوازې او یوازې د پښتو د ګلبڼ مالـیاري په خپل همت سره ترلاسه کړي باید زیاته کړو چي، زموږ کولتوري ټولنه د هیواد په دننه او بهرکې د هرسیاسي، ټولنیز، اقتصادي اوکولتوري خوځښت څارنه کوي ځکه خوموږ خپل غږ هروخت د خپل ولس له غږ سره برابر راجګ کړی او تر وروستۍ شېبې پورې به له حق څخه تېر نه شو له بلې خوا زموږ دانارې سورې زموږ اتلورسنیو ټولې نړۍ ته په میړانه سره خپرې کړې دي چي موږ ورڅخه منندوی یو دا ټولې هېواد پاله وېبپاڼې زموږ د سترګو تور دي خو لر او بر خو لر او بر دی کنه هو لر او بر دې تل بر وي ښاغلي احسان دې لامعتبر وي موږ ته ګــران دی خدای دې موږ ته لا ډېر ګران ګران وروڼه را په برخه کړي (امین)


 د جرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو کولتوري ټولنه


——————————————————————————–


د لراوبر د ښکلې برېښنا پاڼې درنو چلوؤنکو او مينه والو خپل د مينې ډک سلامونه او پېرزوېنې تاسې په وطن او ملي کلتور مېنو هېوادوالو ته در ډالۍ کوم٠او د برېښنا پاڼې د لمړۍ کليزې په وياړ تاسې ټولو ته مباره کۍ او نېکې هيلې دروړاندې کوم،او ستاسې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې يؤ ځل بيا ستايم او تاسې ټولو نه په مننې او خوښنې سره ، خپل يو شعر  در ډالۍ کوم ٠په ډېر درنښت محمد حامد الوتاند د امرېکا د کليفورنيا د ايالت نه٠



کليزه ستاسې مباره ک شه
عمر مو شه ډېر ،ډېر کلونه


ژوندون مو تېر په خوشحالۍ شه
را مه شه تاسې ته غمونه


دا لراوبر افغانان يو دي
د دې ګودر مېنان يو دي


د ننګ په چاره دې بايللي دوی سرونه
عمر مو  شه ډېر ،ډېر کلونه


ما ته دې هر سړۍ اکبر دئ
 هره دره  دې د خېبر دئ


هرې  پېړۍ کې مونږ مات کړي ځبر ځواکونه
عمر مو  شه ډېر،ډېر کلونه


يا به يؤ ځای دا لراوبر کړو
يا به خپل ټول د ژوند  ټغر کړو


دغه وعدې مونږ پښتانه درسره کړونه
عمر مو شه ډېر، ډېر کلونه


نوی موسم ده نوی حال ده
هېر کړۍ دا ټول زاړه يادونه


اغزي په برخه دې  دښمن شه
په برخه ستاسې دې ګلونه


ژوندون مو تېر به خوشحالۍ شه
رامه شه تاسې ته غمونه


کليزه ستاسې مباره ک شه
عمر  مو شه ډېر،ډېر کلونه
——————————————————————————–


د لر او بر (لوی افغانستان ) د بریښنائې پاڼې د کالیزې له امله ګران عبدالله احسان او د پاڼې ټولو هغو همکارانو ته چې خپل لوستونکي يې په ډیرو اساسو شیبو کې دهیواد او سیمې له حالاتو خبر کړي دي د زړه له تله مبارکي وړاندې کوم ستاسو هڅې د پښتو د انټرنيټي مطبوعاتو په تاریخ کې بې ساري او نه هیردونکي دي .
د لوی ځښتن تعالیَ څخه ستاسو د لا زیاتو بریالیتوبونو ‏‏ً  او « لراوبر» ته د اوږده او کاري عمرغوښتنه کوم
په درانښت –  ولایت خان  «ځدراڼ» سویډن


——————————————————————————–


۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸


ګران عبداله احسان، د ستاسو دويب پاڼه چه داکتوبر په ١٩پوره يوکلنه شوه،دتير يوکال په موده کې يې دخپل اولس دچيغو او فريادونو دانعکاس يوه ښه منبع وه٠
زه دغرغښت دټولنې په نمایندګۍ ستاسو ته لا زيات برياليتوبونه غواړم٠
 په درناې – انجنير نورقاسم


——————————————————————————–

۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸


په بلجيم کښي د افغان کلتوري بهير
د مبارکۍ پيغام
يو کال جدوجهد ، يو کال خپلو افغانانو ته ملي چوپړ او يو کال لر اوبر افغانستان ته سياسي ، اقتصادي ، کلتوري خپروني ، هغه څه دي چي د نړيوال جال په مټ غښتلو او نامي ځوانانو اوږه ورکړه ٠
لر او بر دي خدای د بدو نه په امان وساتي .
موږ د لر او بر يوالۍ غواړو.
د افغان کلتوري بهير
مشرتابه جرګی په استازيتوب – حاجي امين (( باوري)) بلجيم


——————————————————————————–
۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸
د لر او بر افغانستان ویب پاڼی مسولینو او چلونکو ته د زړه له کومی مبارکی وایم. د یوه کال په تیریدو سره دا پاڼه ډیره پیاوړی شویده او په واقغیت کښی ډیر ښه او په زړه پوری راپورونه او لیکنی ئی پر خپل ټاکلی وخت و مینه والو ته وړاندی کړیدی.
د لر او بر افغانستان د سایت ستاینه کوو او هره ورځ ئی مطالب په مینه لولو.
ستاسو بریالیتوب له څښتن تعالی څخه د دوعا په لاس غوښتونکی یم.
ستاسو د ځلانده راتلونکی په هیله – په درنښت  –  نور احمد ویار
——————————————————————————–


۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸


خپل ګران ورور عبدالله احسان ته  د  زړه  له  کومې  سلامو  نه او  درناوﺉ  وړاندۍ  کوم ۰ 
د  لر او بر د کلنې  او  بریالیتوب  مبارکي  در ته  وایم  ۰
په  درناوي ۰  خال  کامران  ( جاپان )


——————————————————————————–

۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸

د لر او بر ویب پاڼی کلیزه دي  ټولو ته مبارک وي

 د لروبرښکلی ویب پاڼی د یوکلنی په مناسبت خپل د زړه له کومی مبارکی ا و نیکی هیلی د دی ویب پاڼی مسئول  چلوونکی محترم عبدالله  احسان  او ټولوهمکارانو ته وړاندی کوم ، حقیقت دا دی چی  د لراو بر ویب پاڼه د کلونو مزل په  دی لنډ وخت  کی وهلی چی دا په خپله د دی پاڼی د چلوونکو د نه ستړی کیدونکو هلوځلو ښکارندی دی، په  تیر یو کال کی د لراوبر  له   خبري  کلتوري  او د کتابتون له  محتویاتو نه په افغانستان  او بهر کی  زیاد شمیر افغانانو او پښتنو ګته  اخستی چی  دا  په خپله یو ارزښتناک خدمت  او ټولو لپاره  د ستاینی وړ دی .

  زه  پداسی حال کی  چی د لوی خدای څخه پدی لاره کی د لروبرمسئولینو ته لا زیاد بریالیتوب غواړم، هیله  ده  دا ښکلی ویب پاڼه زموږ په جنګ ځپلی هیواد کی چی هره ورځ  زموږ بیګناه هیوادوال  د جنګ په سرو لمبو کی سوزی   زموږ په ګران  هیواد کی  د سولی د تامین په لاره کی  نور هم  مرسته وکړي.

بریالي اوسئ


حفیظ الله  خالد  –  د هســکو ټولنه   – ویانا / استریا


http://www.help-afghan-school-children.org/hascopashto.htm


——————————————————————————–
د پكتيا اولس مباركې هم ومنه !

ډير ګران او قدرمن ورور عبدالله احسان صيب د پكتيا د دولتي اداري او د پكتيا ولايت د ټول اولس سلامونه او نيكي هيلي و منه !

ډير د خوښۍ ځاي دي چي د لر او بر ويب پاڼه په ډيره بريالۍ توګه خپله كليزه لمانځي له همدي امله د پكتيا دولتي اداره او اولس تاسو ته د زړه له كومي مباركې وايي.

په دي كي شك نشته چي د لر او بر ويب پاڼه يوه له هغو ويب پاڼو څخه ده چي تل يي ملي دريځ غوره كړۍ او د بيان د آزادي په برخه كي يي نه ستړي كيدونكې هلي ځلي كړي دي.

په ځانګړي توګه بايد ووايو چي د لر او بر ويب پاڼي د پكتيا ولايت سره د خبرونو د پوښښ  په برخه كي ډيره مرسته كړي او په راتلونكې كې هم مونږ له تاسو څخه دي ته ورته هيله لرو.

يو ځل بيا د ولسمشر سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد په استازي توب د لر او بر كليزه ستاسو ټولو ليدونكو ، لوستونكو ، كاركونكو او هيوادوالو ته مباركې وايم.

د لر او بر افغانستان د بيا يو كيدو په هيله

رو ح الله سمون

د پكتيا والي تخنيكي سلا كار او وياند


۲۱- ۱۰- ۲۰۰۸


——————————————————————————–

د مبارکۍ پيغام

۲۰ – ۱۰- ۲۰۰۸

د لراوبر ويبپاڼی محترمو کارکوونکو زمونږ نيکې هيلې اوتاوده سلامونه ومنئ سلګۍ ويب پاڼه تاسوته د کاناډا دالبرتا نه  هرکلې وايي او د کليزۍ په وياړ تاوده مبارکۍ وړاندی کوي رښتيا هم چې ديوکال په جريان کې ډير په زړه پوری تازه مطالب مو ګران هيوادوالوته وړاندې کړيدي چې مونږ ټولوافغانانوته دنړۍ په هرګوټ کې په زړه پوري وه خداې (ج)مو تل سرلوړي لره مونږ تل پرتاسووياړو  په درنښت

دسلګۍ ويب ماستر ادريس بشريار  –   salgay.com

——————————————————————————–

 

——————————————————————————–

 FAHIMULLAH-HAYAT
HAPPY FIRST ANNIVERSERY TO LARAWBAR.COM
Salam First of all HAPPY 1st anniversery to Lawabar staff and to all reporters wround the world.we will pray to larawbar to get more intresting and get more famous and get more people.
WISH YOU ALL THE BEST FOR REST OF YEAR.
FAHIMULLAH HAYAT LONDON UK


——————————————————————————–
دلرابر ويب پا ني ته د مباركي پيغام
له هرڅه نه مخكي د خپل ګرمي ميني ګرم او تا وده سلا مونه دلر اوبر ټولومينه والو همكا رانو او بيل خصوص  ديا دي شوي ويب پا ڼي  كا رمندانو او مسو لينو ته د زړه له كوم وړا ند ي كوم خداي پا ك دوكړ ي چه په را تلو نكي كا ل كي تر تير شوي كا ل لا بر يا لي او سر فرا زوي ستا سو كا ميا بي نه  تنها په ستا سي پوري مربو طه ده بلكه دا په وا قيعت د ټولو پښتنووروڼو كا ميا بي او زمونژ هميشني هيله او ارزو ده .


پا تي دنه وي چه دلر او بر ويب پا ني ټول هغه حقا يق بيا نول چه زمونژ مظلوم ملت ورسره روزمره لاس او ګريوا ن وه تر څو ددي مظلوم ملت آه او پيغا م ټولي دنيا ته واوروي .. نو ډير دقدر وړ ورور  احسان صاحب او ستا ټولو همكا را نو ته دلا بر يا ليتو ب غو شتو نكي يو او ا نشا الله هر څه مو چه د ادب او قلم په ژبه زده وي ستا سي له درا نه حضو ر څخه به يي ونه سپمه وه .:
په درنښت  – اينجينر نجيب الله (نصرت ) له روزګان ولايت څخه


——————————————————————————–


د مبارکۍ پيغام : گرانه احسان جانه  دابريادي هم مبارک شه


د لراوبر ويبپاڼی  پياوړوکارکوونکو زمونږ نيکې هيلې اوتاوده سلامونه قبول کړی .

په ډير وياړتاسو،ستاسو قلمي همکارانو لوستونکو اومينه والوته  دلراوبر ويب پاڼې دلومړی کليزي په مناسبت دگلو گېډئ اومبارکی وړاندي کوم .

په حقيقت کي ديوه مطبوعاتي  چوپړ دپيل لپاره يوکال  ديوې ثانې ارزښت .خوتاسو پدې يوه ثانيه کښي دومره پاخه وځلېداست لکه چي څوکاله موله فرهنگی چوپړنه تېرشوی وي .

په رښتيا سره دلراوبرويب پاڼي ډير ژردخلکو زړنواومغذونوته لار پيداکړه،بې ځايه به نه  وي که ووايم  هغه کسان چي غواړي دافغانستان اوهغه دشاوخواسيمو په سياسي ،پوځی اوفرهنگي حالاتو باندي  ځان خبر کړی نو هرو مروستاسو له خبرونواومختلفومعلوماتونه ډکي پاڼې ته سر ورښکاره کوي .

زه ددې پاڼې ددايمی لوستونکی اوهمکار په توگه ددې پاڼې دغښتلتيا،پياوړتيا اوشهرت موندلوپه لار کي دښاغلي عبدالله احسان شپه او ورځ نه ستړی کېدونکی  زيارته دقدر په سترگه گورم .پدې پاک علمی او فرهنگی چوپړکي چي موخه ئي افغان ولس ته خدمت اوهغوي ته ډير ژردمعلوماتو اونوو خبرونو رسول دي دلازياتو برياوو هيله کوم  .

گران احسان جانه !

دومره درته ويلاي شم چي ستاسو دزيار اوبې ساري علاقي  په برکت اوس دسياسي ،علمي اوفرهنگی مسائېلو زيات څېړونکي ستاسودويب پاڼې  له آرشيف څخه دموخذ په توگه استفاده کوی . داپاڼه په يوه کال کښي دومره غښتلې شول چي په مختلفو برخو کښي دهر علاقمند اوڅېړونکي تنده ماتولاي شي .

ماته معلومه ده چي ته څومره ددې پاڼې سره علاقه لري اوغواړئ لدې لاري خپل ولس ته خدمت وکړی ،ستاسو دااحساس  موږټولوته دقدر وړدی  اوپدې لارکښي ددومره برياليتوبونه درته غواړم کوم چي تاسو ئې غوښتونکي ياست .

تاسو اوستاسودمرستندويانواودرنې کورنی ته چه هره ورځ په نيمه شپه ستاسو ددکمپيوټرکيبورډ دټک ټک اوازتحملوي پراخه حوصله ،خوښ ارام اوبسيا ژوند غواړم .
پدې هيله چي په ژوند کښي مو يوازي برياوي اوخوښۍ مل وي . چي په تاسو وياړي
حبيب الله غمخوردروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  چلوونکی 

——————————————————————————–

کليزه مو نيکمرغه


۲۰-۱۰-۲۰۰۸
د لر او برلوی افغانستان هڅاندو مخکښانو،درنو ليکوالو ، تکړه ژورناليستانو ملګرو او مينه والو لوستونکو مينه،سلامونه او ښې چارې.
دلربر لوی افغانستان له بريو ډک يو کلن مزل جوته کړه چې د هيواد په سوله،سوکالۍ اوابادۍ مينو ځوانانو په ځانګړي ډول دګران احسان هوډ سپيڅيلی او هيوادوالو ته د پيښو يو رښتونی تصوير وړاندي کول دی.دښاغلي اجمل يوسفزي په وينا په يوه کال کې د څو کلونو کار د ښاغي احسان او ملګرو د زيار اوهڅو پيله ده چې نن تر ټولو ډير مينه وال لري.ټولو ته دي نيکمرغه وي  ورور مو ذاکر برميال،وويانا


——————————————————————————–

د لر او بر سره يو کال سفر


۱۹-۱۰-۲۰۰۸


تير کال دا شپې به وې خو سم مي ذهن ته نه راځي چي کومه نېټه به وه له بي بي سي راډيو مي واوريدل چي د لر او بر افغانستان په نوم د عبد الله احسان په مټ يوه نوې پښتو ويب پاڼه جوړه سوه ځيرسوم ټول څه مي په غور واوريدل د پاڼي په اړه يې د ښاغلي عبد الله احسان سره مرکه هم کړېوه
مخکي  مي عبد الله احسان يوازي د نامه له رويه پيژندى خو دا لومړى ځل وو چي د زړه ور احسان ږغ مي تر غوږ سو غيبي مي په زړه کي ورسره مينه پيدا سوه .
احسان صاحب د پاڼي په اړه ډير معلومات ورکړل او وويل (( د افغانستان په ډيرو ولايتونو کي حتي د پولي پوري غاړي سيمو کي هم ډيرى ملګرو د خبرونو ليکنو او نورو اړينو موادو ژمنه کړې ده ))


تلوسه مي زياته سوه سهار چي څنګه دفتر ته راغلم د کمپوټر د روښانه کيدو سم وروسته مي د لر او بر افغانستان ويب پاڼي د پرانستلو هڅه وکړه ادرس يې هم نه وو راته معلوم بس لکه چاچي راته ښودلى وي اول ځل پر پېښ سوم او پاڼه مي پرانستله ، ډيره ښکلې ډيزاين سوې وه هر څه پکي روښآنه وو دا چي پاڼه ډيره نوې وه نو ځيني برخي يې خالي وې د پاڼي د پرانستني د مراسم يو شمير عکسونه او ويډيوګاني پکښې وې ، د دفتر ټولو ملګرو ته مي د نوي پاڼي خبره وکړه .


د هغې ورځي راهسي مي داسي يو عمل ګرځيدلى دى چي د کمپوټر تر چالاندلولو وروسته لومړى ايميل او بيا ورپسي سم لر او بر ويب پاڼه ګورم په هره برخه کي يې نوي مظامين مطالعه کوم لومړى تازه خبرونه  ، ورپسې تازه ليکني ، بيا علمي او سياسي وروسته بيا کلتوري برخه ګورم .
ډيره موده تيره سوه زړه مي راغټ کړ يو ليکنه مي د ملګرو په پټه لر او بر ويبپاڼي ته ور وليږله  په سبا مي يو داسي د ميني په جملو پېيل سوى ځواب تر لاسه کړ چي زما ليکنه يې په زيري کي ارزيدله نور نو د هلمند ولايت ډيرى زړه ډکي ځوانان په لر او بر ويبپانه بلد سوه او د خپل زړه دردونه به يې تر دې پاڼي پوري  رسول ، لوى زړي احسان به خپل لمن دومره پراخه غوړولې وه چي هر څه به يې  د زرو په قيمت قبلول او هر څوک به يې په داسي ټکو او خوږو جملو تشويق کړ  چي په ډيرو شنډو ځوانانو يې بيا د سره ليکني او شعرونه و زيږول ، دا د احسان داسي احسان دى چي نه هيريږي .


شاوخوا څلور مياشتي مخکي چي کله پرهلمند د ارواښآد عبدالصمد روحاني د شهادت دروند غم و غوړيدى که څه هم په هلمند کي را ډيو ګانو په اونيو اونيو خپروني يوازي د رواحاني ارواح ته ځآنګړي کړي وې خو با احساسه احسان هغه څه خپرول چي  د هر چا زړه ورباندي اوبه څيښلې . لڼده دا چي زما په نظر د ارواښآد رواحاني لپاره تر بي بي سي زيات لر او بر کار کړى دى  .
څه وخت چي د رواحاني د مرګ موضوع مخ په سړيدو وه يوه ورځ مي د ښآغلي احسان صاحب دا اميل تر لا سه کړ ((سلامونه پاڅون صاحب
خداي مو جوړ لره
د روحاني په اړه ولي ټوله چپ ياست ، خو نه ولاکه يو په اصلي نامه څه ليکي نه په مستعار .
نن يو چا له کابله ليکنه راليږلي ده وايي د هلمند ژورناليستان د روحاني په وژنه کي لاس لري ځکه يې ټولنه چپه خوله پاته ده .


ما د والي وياند ته هم وليکل چي که چپه خوله پاته کېږئ نو خلک به يې پر تاسي تاوان کړي ، هغه وايي موږ په پلټنو بوخت يو خو قضيه ډيره پېچلې ده ، نور يي څه ونه ويل ، زما شخصي هيله له دوستانو داده چي هغه څه چي ورته مالوم وي هغه دي ووايي يا په خپل نوم يا په پټ نوم .)) داسي راته و ايسيده لکه يو مشر چي پر خپل کشر باندي د يو ميني او عاطفې له مخي په قهر سي د احسان صاحب پر ما او د روحاني صاحب پر ملګرو او پر ټول هلمند د هغه لري ځايه دومره لورينه وه چي هيڅ يې دا نه پېرزو کيدله چي څوک دي زموږ په اړه غلط سوچ هم وکړي .
د نوموړي دا څلوريځه اوس هم په هلمند کي د اکثرو شاعرانو پر خوله ګرځي


روحاني چا وواژه ؟
 
سرکاره  زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه ؟
د سي آی اې په امر مــړ ، کــــه امريکا وواژه ؟
دلته خو ته يې ، طالبان دي ، يا انګريز، مافيا
قاتـــل راوښيه ، کنې په خـدای چي تــا وواژه !

د اکتوبر پر ١٩ د ښاغلي احسان صاحب په زيار چليدونکې ويبپاڼه يو کلنه سوه د لوى خداى له دربار څخه ورته لا زياته بريا غواړم او ددې پاڼي د کاليزي مبارکي ورته وايم او ډاډ ورکوم چي هڅي يې ډيري بريالۍ دي  واى نيت صاف منزل اسان .


د ښاغلي عبد الله احسان هڅي  يوازي نه چي د ستايني وړ دي بلکه د زدکړي وړ دي . ما تر اوسه عبد الله احسان يوازي په عکسونو کي ليدلى دى خو دومره درک کولاى سم چي  د نومړي په زړه کي ډير ارمانونه زرغونه دي د لر او بر افغانستان يو کيدل ، د پښتنو له سره د مرګ ژوبلي بدبختيو ، بيسوادۍ سايه ټوليدل ، د اباد افغانستان ليدل ، ټول افغانان دده په شمول خپل وطن ته ستنېدل او داسي نور بې شميره ارمانونه چي دلته ليکل به يې پاڼي پاڼي توري کړي
د لوى څښتن له درباره غواړم چي د احسان صاحب ټول ارمانونه په هم دې تانده  ځوانۍ کي تر سره سي
ارمان لرم چي دا د اوسني عصر نوميالى په خپلو سترګو ووينم  .


احسانه !  احسان دي وکړ
د زوريدلو پښتنو په درد درد من احسانه!
د کوره لري د وطن په غم غمجن احسانه !
تامي زخمونه را پټۍ کړه ډير احسان دي وکړ 
بې وس پاڅون و تاته څه وکړم خوږمن احسانه !


په دې هيله چي د پښتنو په هر کور کي يو يو احسان را زرغون سي .
وسلام                                          


 احمد شاه پاڅون

——————————————————————————–



رښتيا لراو بر يو کلن که څو کلن شو!


۱۹-۱۰-۲۰۰۸
ګرانه احسان ګله او د لربر ملګرو ،باور مو وشه ما فکر نه کاوه چې لراو بر به يو کلن وي ،او هغه ځکه چې په يوه کالګي کې  لراو بر د کلونو  هومره له ارزښته ډک کار او پرمختګ وکړ،پرته له شکه  يې هره ورځ د بېشمېره لوستوونکيو د لوست مينه په ډول ډول تازه او په زړه پورې ليکنو خړوبه کړې ٠
زه د لراو بر ټولو ملګرو ته مبارکي ورکوم او لاس په  دعا يم چې دويم کال مو هم تر دا لومړي ښه له برياوو  ډګ شه٠
اټک يوسفزی



——————————————————————————–
لراوبربرېښپاڼه يوكلنه شوه

  ۱۹-۱۰-۲۰۰۸

ترهرڅه دمخه ټولوپښتنووروڼواوخويندوته دلراوبر،برېښپاڼې دكليزې تودې مباركۍ وړاندې كوم.

دهغه څه ويلوته اړتياهم نشته چې دسرپه سترګوبرېښي اوكه بياوويل شي نوهېڅوك يې مبالغه هم نشي بللي .

هغه څه چې لراوبر،برېښپاڼې په يوكال كې ترسره كړي ،ډېروبرېښپاڼوپه دومره كمه موده كې ندي ترسره كړي ،ځكه چې  ديوكال په اوږدوكې يوه برېښپاڼه ايله چې ديوماشوم غوندې په پښوشي اوځينې خويې په پښوكيدى هم نشي ،خولراوبر،برېښپاڼه نه يوازې په پښوشوې بلكې هغې نابغه ماشوم ته ورته ده چې ژبغړانده شوې هم ده ،ياني اوس خبرې هم كولاى شي .

كه دستاينې په برخه كې يې نورهم ډېرڅه وويل شي نه يوازې داچې مبالغه به نه وي بلكې پدې ارزي هم چې اوږدې خبرې ورباندې وشي ،خوله يوې خوا ورور عبدالله احسان له وروڼواوخويندوغوښتنه كړې چې دستاينې پرځاى كه په دې پاڼه كې نيمګړتياوې په ګوته شي ،وړانديزونه وشي اوپدې اړه نظرونه سره شريك شي ښه به وي اوله بلې خوانه غواړم چې دوروڼواوخويندو،وخت وينسم ،كه څه هم پدې يوڅوغونډلواودنابغه ماشوم د(ځانګړتيا) په وركولوسره موږدلراوبر حق نشوپوره كولى ،خوبياموهم هڅه وكړه چې يوڅه يې دحق پوره كولوتربريده ورنيږدې شو.

دپاڼې دنيمګړتياوو،وړانديزونواونظرڅرګندونې په اړه به دومره ووايم چې موږښايسته،ښايسته ،لوړ،لوړاوپه ټولنه كې منلي استادان ،دنظرخاوندان اوروڼ اندي لرو ،دغه ځاى به د،اوس لپاره دوى ته پرېږدم ،ځكه چې پدې اړه څه ويل يوې څوبعدي كتنې (مشاهدې) اودبيالپاره دپاڼې دارشيف كتنې اوپه هغې كې ژروفكركولوته اړتيالري چې داوس لپاره يې زه ديولړستونزوله امله له لاسرسۍ څخه برخې يم .

په پاى كې بياهم ټولوپښتو خويندو او وروڼوته دلراوبر دكليزې مباركي وايم ،زموږدليكوالو، شاعرانو،روڼ اندواودنظردخاوندانوقلمونه دې تانداوددوى ژونددې ښېرازه وي .

په ټوله پښتنه مينه  –  شمس خوستى
Shams_khostai@yahoo.com    +93-799422729

 

——————————————————————————–
 مباركي
لمړي كاليزه مومبارك سه


۱۹-۱۰-۲۰۰۸
د لر اوبر دپاني دلمړي كاليزي درارسيدو له امله وګران ملګر ي عبدالله احسان ، ورسره همكاري ډلي ،اوټولو هيواد والوته دنيكمر غي په شيبو كي دزړه له كومي مباره كي وړاندي كوم ،
تاسوته دي خداي لابركت دركړي .لانورهم دخير اوبركت سړي شي.
ملي افغاني فكر هاند اوهڅئ مو پياوړي سه .
دلر اوبر نوم په خپل زات كي ډير ښكلي اودنني زماني دغوښتنوسره سم دي ،دانوم دټولو پښتنو يو لوي ارمان وو سي داسي يو شي منڅ ته راشي چي په ټولو پښتنو پوري اړه ولري اوهريو يي دځان و بو لي او ورته هيله و لري، چي داتشه تاسو په پوره مينه او زيار سره ډكه كړه .خداي مو نور هم دبركت سړي كړه ،
لر او بر په ډيرلږ وخت كي ډير پرمختګ و كا وو، هر ځوك سي انترنيت ته لاس رسي لري نو اول هغه لر او بر ګوري ،يو خوستاسو په زيار نوي په زړه پوري مطالب پكي را ټول سو ي ،نو ي او تازه خبرو  نه لري كيفيت يي لوړ دي ،د ليكلو ليږلو اسا نتيا وي لري ،بله ډيره اغيزمنه خبره داده سي دانو م ډيرښكلي دي، دټول پښتون لپاره يو غوړيدلي او روښا نه نوم دي سي په اوريدوي
يي غير ي ارادي دسړي زړه را پور ته كيږي ،هيلي يي سپړيږئ يو مو هيم ټكي چي دلته يي يادول غوره ګڼم هغه دا سي هيڅ ډول لوري پكي يوي خواته هم نه ترستر ګو كيږي دټولو افغانانو اوپښتنو لپاره په يوه ډول ده كه په هره ډله پوري تړلي وي ،دالوي ريښتني كاردي .زموږاولس دي ډلو تر دي څايه پوري راو
رسا وو چي نن پښتو ن په هر نامه ټكول كيږئ ،داپانه اول ر بري نوم د پښتو ن يوا لي ته دهليو څركونه دي ، تاسو په دي پاڼه كي ډيره غوره پاليسي غوره كړ ي سي دملي ګتو لپاره دټول پښتون لپاره له هر ډول توپيرنه پرته كار كوي ،دا لوي كار او ټو لو ته د منلو وړ دي ،تاسو ته بايد چي ټول افغانان يو وه اوسي ځكه ملي خدمت ښكلي لاس ته راو ړني لر ي ،كشكي داسي سياسي شخصيتو نه هم پيداسي چي  د لوي افغانستان لپاره ريښتني مبآرزه و كوي،او د پښتو ن له دي ستونزو دخلاصون لاره ولټوي او پښتون يو كړي ،ټو لو هيواد والو اوپښتنو ته داو ړا نديزكو م سي  دلر او بر دلاښكلا
لپاره هرډول علمي سياسي ،كلتوري،ټولنيزي مرستي وكو ي،ترڅو پوري
دلراوبر دعملي يوالي لپاره مزل لنډسي ،زموږسياسي مشرانو ونه سواي كولاي وبهرنيانو ته داقناعت وركړي سي پښتون دامن اوسولي قوم دي  ددوي له وژلو ستاسو ډوډي نه پنډيږي ،ددوي دراپورته كولو لپاره مرستي وكوي، هغه ورڅ لري نه ده سي دا پا ڼه به كه خداي كول نړيوال ځا نګړي ځاي خپل كړ ي ،ستاسو ټول مرستندو يان ډير ښكلي مطالب را ټو له وي
اوخپره ي له پو ها نو اوشننكو مي هيله دا ده سي خپلي نو ي تبصر ي او شنني د دي پا ڼي له لوري خپري كړي يو خو به پاڼۀ ښكلي شي بل به هر سړي مجبور وي د نوي او ښو مطالبو دليدلو لپاره لر او بر ته ځان ورسو ي تاريخي ليكني هم بايد خپري سي ،دسيستاني صاب ليكني دشاشجا په اړه ډير په زړه پور ي وه اوښه مالومات يي درلودل ،
ګرانو ملګرو :ستاسو ملي افغاني فكر هاند اوهڅو ټول پښتانه ملګري دي
خير سي دوي انترنيټ ته لاس نه لري اوتاسوته څه نشي درليږلاي ،
دبري پښتونخوا له ټولوپښتنونه هيله لرم سي ددي پاڼي سره هرډول پريمانه مرسته وكوي ،چي اوس يي ونډه لږ ښكاريږي ،
دشمنانو په پښتنو پسي را اخيستي ده پخواني حسابونه تصفيه كوي خپل انتقامون اخلي ،خو موږ لاهم دخو د خوا هي په ناروغي ككړيو ددښمن له پلانونه څانونه نه خبره وو او دمخنو ي لپا ره يي لاس ترزني ناست يو ،
زه پوره ډاډلرم كه هرډول ناخوالوسره مخامخ يو ،هرڅوك سي راباندي واكمن دي ،اودهرغليم ددسيسو ښكاريو خو په پښتنو كي دپښتني يوالي شعور ژوندي او د هري ورځي په تير يد و سره پيا وړي كيږي ،پښتانه اوس ښه پوهيدلي دي سي بئ له يوالي به تل په يوه اوبل نامه وژل كيږو نو بايد سي ديوالي لپاره هځي وكوو چي ښه بيلګه يي دلر اوبر دپاڼي جوړيدل دي .داپاڼه كه همداسي پراخ دملي پښتني يوالي لپاره كاروكوي اودسياسي ناوړو اغيزو نه خو ند ي سي نو هغه ورځ به لري نه وي سي ټول پښتون به خداي يو كاندي .  موږبه ترخپله توانه هڅي وكړودرسره مرستوته لا اوږدوالي وركړو اوخپل رسالت ددي پاڼي او پ
 ښتني ټولني لپاره تر سره كو، ژوندي دي وي پښتانه ،تل دي وي افغانستان ، بريالي دوي ټولي هغه هڅئ چي دملي پښتني يوالي لپاره ترسره كيږئ .
      په پښتني مينه مو پالونكي  .
                                                  رحمتي  ګيلا نو ال   دُبي



——————————————————————————–


د لر و بر افغانستان  د ويب پاڼي نوښتګر او هڅانده چلونکي محترم عبد الله احسان صاحب  سلام!

۱۹-۱۰-۲۰۰۸

د عادت سره سم زموږ  هر سهار بلا ناغه کله چي د کمپيوټر مخ ته کښېنم نو لومړی ستاسو پاڼه ، زما دخوښي پاڼه  لر و بر افغانستان  پرانيزم . نن مي هم دا کاروکړ  . کله چي متوجه سوم  پر موږ باندي دسترګو په رپ کي کال تير سو خو هغه ربړونه او ځغاستي  چي تاسو احسان صاحب  ددې يوه کال په اوږدو کي د لروبر افغانستان د درنې پاڼي د ايجاد او چلولو په عرصه کي  بيا تر دا  ننه پوري زغملي دي نو هغه ستاسو هر بينا او واقعبينه دوستان،  ښه ترها درکوي  .

د لروبر افغانستان د ښکلي او مغزني  پښتو ويب پاڼي د لومړنۍ کليزي د يادوني په خاطر درته د زړه د اخلاصه مبارکي وايم . ستاسو وطنپاله او نه هېرېدونکي فرهنګي او کلتوري تلاښونه  چي تاسو ددې څو کالو راهيسي د افغان او پښتون  ولس  په نامه دوطن  په اطلاعاتي ،  کلتوري  او فرهنګي عرصو کي تر سره کړي دي، هغه الاوي ، بېدارخوابۍ، هغه خدمتونه، او زيات ربړونه، ناځوانۍ او پرهرونه  چي تاسو د خپل قام او ولس د ويښېدواو دهغوی د برحقه داعيې د منعکسولو د پاره پر ځان منلي دي غير له دې نه چي څوک يې ستاسو ځوانمرده افغان د سرښندني او فداکارۍ بېلګه  وبولي  او تاسو ته مبارکي او شاباسی  ووايي نور به  نو  څه په نيمګړتياوو پسې څوک الکين را اخلي  او تاسو ته به يې در په ګوته کوي .

البته د هر کار په اغاز کي  خو طبعاً نيمګرتياوي او ستونزي  وي او څوک چي بيا لکه تاسو دمواج  بحري اوبو و مينځ ته ور شوي کيږي  نو د احتمالي خطرو بېره هم ور سره ملګرې ده . خو تاسو با همته ګران احسان  ددې بحري اوبو په  څپو کي  ښه ﻻمبو ووهل او د  سره اور په کرو کي مو ښه ځان پوخ ، روغ رمټ او سر لوړی  را و ايست  . نن به  داسي څوک  نه وي چي ستاسو په وطنپالنه، ولسپالنه او فداکارۍ کي څوک شک ولري  او تاسو په ښو کي ياد نکړي .

ستاسو  دلر و افغانستان دپاڼي د يوه خواخوخوږي دوست او قلمي همکار په توګه تاسو ته د پاڼي د لومړنۍ کليزي په مناسبت تاسو او ستاسو درنو خبريالانو او چلونکو او لوستونکو ته  دزړه مبارکي وايم او دلا زياتو برياوو او لاسته راوړونو غوښتونکی مو يم .

 ستاسو د همت ، صداقت او دملي افغاني او پښتني  هڅو درناوی کوم .

په درناوی

هدايت الله هدايت
د اکتوبر ۱۹ مه ۲۰۰۸
استرليا

 

——————————————————————————–

19-10-2008


Dear brother Abdullah Ehsan


 


Please accept my  whole hearted congratulations for the  (Larawaber.com) , for   successfully completing  its  one year. That  is  amazing and  would  say  a (Moojeza) that   only  in  one year  the (larawbar.com)  became  the most  popular  web  not  only   for  the  Afghans but  for  all those  who wanted  to  acquire  verified and up to date  news  from it..


Qaribur Rahman Saeed



19-10-2008


Dear brother Abdullah Ehsan


May I take this opportunity to congratulate you on becoming one year old. Please accept our regards and happiness that you have served the Pashtoons for the past one year. I am very pleased that my self and many pashtoons in Scotland and other part of the world are benefiting from your services. May Allah bless you for your services and please keep serving the Pashtoons as we need your support at this very crucial time. If i can be any sort of help please do not hesitate to contact me.

Warm Regards

Mohammad Naveen Asif


 

——————————————————————————–

۱۹-۱۰-۲۰۰۸
محترم اوقدرمن ورورعبدالله (احسان ) صاحب !
اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته

تر هر څه دمخه خپل دميني اومحبت څخه ډك ډك سلامونه تاته اوستا ټولومحترموهمكارانو ته په داسي حالت كې وړاندي كوم چې ټول جوړ، روغ اودخوښې په جامو پټ وي .

په دوهم قدم كې دلر اوبردلومړي كليزي لومړي تاته بيا ستاسو همكارانو ته او ورسته ستاسو دويب پاڼي له خوا لراوبرټولوپښتنو وروڼوته كه په افغانستان كې دي كه په پاكستان كې دي اوكه په نوروهيوادونو كې دي مباركې وايم.

محترمه وروره په دا يوه كال كې تاسو ډير پرمختگ كړي دي اوواقعاً چې دقدروړ يي خو زه بيا درته وايم چې داوياړ يوازي ستاسو نه دي بلكه دلراوبرټول پښتانه  په دي باندي فخر كوي . موږ به تاسو ته دعاگاني كووچې الله دي توفيق په نيكو، رښتيا اوبي طرفه قضاوت دركړي .

بله خبره داده چې موږ به انشاالله تر خپل اخيري طاقت ستاسي سره خپله همكاري جاري وساتو ځكه دا تنها ستاسې ويب پاڼه نه بلكه زموږ ټولوويب پاڼه ده .

           په مينه اودرنښت

 ستاسو كشروروراميرخان (واعظي)


——————————————————————————–
۱۹ـ۱۰ـ۲۰۰۸                    لر او بر دې پیاوړی او سرلوړی وي

محمدامین بسـمل

ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول ښاغلي عبدالله احسان ته د لر او بر د پیاوړې وېبپاڼې د یو کلن کېدو مبارکي وایم ددې وېبپاڼې چلوونکي ښاغلي احسـان شپه او ورڅ په نه ستړي کیدونکي توګه سره وکولای شول چي، دا ښـایسـته وېبپاڼه له نورو سـیالو وېبپاڼو سره سـیاله کړي زه د احسان صاحب له هڅو څخه منندوی، د هغه زغم او حوصله ډېره ستایم، هغه یو ټینګ او د ښه استعداد لرونکی زلـمی دی هغه د مطالبو په خپرولوکي ځانګړې وړتیا لري، ما کله نا کله د خپلو مطالبوپه اړوند ورسره ډېرې تندې لیکنې کړي خوهغه دخپل لیاقت اوخورازغم له مخې زه نه یم خپه کړی دا زموږټولو افغانانولپاره د خوښي ځای دی چي، صابراومتین زلمیان لرو خدای (ج) دې لاصبراوقوت ورکړي زه له ټولو هیوادپالو وېبپاڼوچلوونکو څخه خوښ او ټولوته بری غواړم له دوی ځخه هیـله کوم چي، هریو د مشروعوسیالیو اتلولي ترلاسه کړي، ټول پوهېږوچي له موږ سره په کـومه کــچه جفا روانه اوغلیمې وېبپاڼې څومره زیاتی راسره کوي دا چي، زموږ تکړه وېبپاڼي چلوونکي زموږ سر او سترګي دي نو له همدې وجې له دوی څخه جدي هیــله کوم چي، یو اوبل ونازوي او خپل مظلوم ولس ته د لا ډېر خدمت سبب وګرزي په اخېر کې یو ځل بیا ښاغلي احسان ته دزړه په مینه مبارکي وایم الله دې لا راته پیاوړی لري .

 


——————————————————————————–

۱۹-۱۰-۲۰۰۸
دلراوبر ويبپاڼي ديوكلن كيدو له امله هڅانداو ځوان عبدالله احسان او ددغي ويبپاڼي ټولو همكارانو او لوستونكو ته دزړه له تله  مباركي وايم .
 په رښتيا چې لراوبر په ډيرلږ وخت كې په دې وتوانېده چې دنږدي ټولو هغو هيواودالو په ځانگړئ توگه دهغوځوانو افغانانوپام  چې څه ناڅه  انټرنيټ ته لاس رسي لري راواړاوي   .
همدارازلراوبر په بي ساري توگه دبې پري توب له امله هم عامو افغانانو ته يو نوښت او پرځاي هڅه وبريښي ده ، او دا ټولي لاسته راوړني يوازي او يوازي د احسان صيب په ډيرو هڅو او نه ستړي كيدونكوچارو پوري نغښتي وي .زه دلراوبر ديوه همكار په توگه  هيله من يم چې دغه پاڼه به په راتلونكي كې هم ښه وځليږي او ټولو لوستونكو ته به په زړه پوري او هراخيزتوكي ولری

محمد شفيق همدرد_جلال اباد


——————————————————————————–


پیغام :: بازمحمد عابد

۱۹-۱۰-۲۰۰۸

ګرانه وروره عبدالله احسانه! تير کال چې تاسې د لر او بر د پاڼې په اړه زما په شمول ډېرو يارانو ته ليکونه ليږلي وو، او د لر او بر د پيليدو مرسته مو ترې غوښتې وه، فکر کوم چې زما په شمول به ډېرو نورو يارانو داسې ويلي وي چې يه هلکه احسانه! په لسګونو د پښتو پاڼې په انټر نيټ کې شته. څوک دومره وخت لري چې ټولې دې تعقيب کړي چې ته په کې لر او بر هم راوباسې؟ خو زما دې سوال ته لر او برپه ډېر لږ وخت کې ځواب ورکړو او دا يې ثابته کړه چې په لسګونو پاڼو کې به لر او بر ځان په پنځو کې شماري. احسانه ګله تا او ستا په څير د لر او بر نورو يارانو په خپل لياقت او فعاليت لر او بر د دې جوګه کړه چې په افغانستان کې ترې ځينې متعبرې راډيوګانې خبرونه هم رااخلي. او نن چې يو کلنه شوه نو زه باور لرم چې په لکونو خلکو به ترې په دې يوه کال کې ګټه اخيستي وي. د لر او بر مطالب خو کله کله زه په ځينې خپرونو کې هم وينم چې بې له ماخذه يې خپاره کړي وي. زه  تاسې ته او د لر او بر پاڼې ټولو چلوونکو ته د زړه له کومې مبارکي ورکوم او هيله لرم چې خپل فعاليت به د تير کال په نسبت دوه پرابره کړي چې انشا الله په دويم کال کې د پښتو انټرنيټ پاڼو په  سر کې وشميرل شي. مننه چې د خپل يو کلن راپور په سر کې مو زما يو بيت د عنوان په توګه ليکلی دی .

ستا ورور بازمحمد عابد


——————————————————————————–

۱۹-۱۰-۲۰۰۸
سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ .
تر ټولو وړاندي تاسو محترم القدر د لر او بر د ويب پاڼي کارمندانو او د لر او بر
افغان ملت ته د زړه له کومي د يو کلن کاليزي مبارکي وايم .
ځنګه چه په دا يو کال کښي تاسو وتوانيدي چه په زړه منلي موضوعات ، خبرې ، فرهنګي ، کلتوري ، سياسي پښتونوالي افغاني اعدبي علمي
او داسې نور ښکلي موضوعات مو وړاني کړل شول ٠
نو په راتلونکې کښی همداسی او همدارنګ د تاسو برياليتوبونه مو له الله ج ځخه غواړم ٠ د لر او بر ویب پاڼي ډيره بريالئ او د قدر وړ پاڼئ ده ٠
د تاسو يا د بريا په هيله ٠
ظفر سلطانزئی ځدراڼ جرمنې

 

——————————————————————————–

۱۹-۱۰-۲۰۰۸
دمبارکۍ پیغام

دلراوبرافغانستان دویبپاڼې عزتمندواوقدرمنوغړو او همدارنګه دویبپاڼې ټولو لوستونکوته دزړه له کومې خپلې نیکې هیلې اوتودی مبارکۍ وړاندې کوم.
اوهمدارنګه په  اینده کې دژوندپه ټولواړخونوکې درته دلازیاتوبریالیتوبونو غوښتندویه یم اوهیله مند یم چې په اینده کی هم خپلې کړنلارې ته لکه ددی یوکال په موده کې همداسی وفادارپاتی شۍ٠
  په اخرکې زمونږ په ګران وطن افغانستان کې دسولې او ارامۍ د راتلو اوزمونږد پاک اوسپیڅلې ارمان دلوی افغانستان دجوړولوپه لاره کې دبریالیتوبونوغوښتونکی یم اودی هدف ته درسیدلو په خاطر د خپل یوه شعر یوه ټوټه درته ډالۍ کوم!!!

زما نوم افغانستان دی دامو نه تر اټکه
                             لراوبرچې زه نن وایم،داپدی چې نه ئی منمه
ډیریم ستړې دمزل نه،دجنګونودغوبل نه
                          داچې څنګ می لګولی لږسااخلم،داستاتوره نه منمه
زه سباراپورته کیږم،نن خواره واره په ځان را ټولومه
                            زه بچې داحمدخان یم بیا لښکرې جوړومه جوړومه
زه جرګه دمیرویس خان یم دخوشحال دننګ یم توره
                       زماپوله دوه سیندونه پدی منځ کې دبل چا هیڅ نه منمه
             دمسکو څخه بوستان وزیری بریالې روغ اورمټاوسئ

 

——————————————————————————–


د مبارکۍ پېغام

۱۹-۱۰-۲۰۰۸

د لر او بر پاڼې د یوه کلن کېدو په مناسبت ددې پاڼې درنو چلوونکو ته  د زړه له کومي مبارکي وایم. لر او بر پاڼه  ټولې ورلېږل شوې  لیکنې په ډیره امانت دارۍ سره خپروي او د هېواد ملي ژبې پښتو ته یې چوپړ د قدر وړ دی. زه د لر او بر وېب پاڼې چلوونکو ته لا زیات بریالیتوبونه غواړم.

په درنښت
محمد نادر سرشار – اوسلو- ناروې